دفاع وزارت: طالبان باید په عمل کې هم ملکيانو ته زیان ونه رسوي

(سپوږمۍ راډیو):

دفاع وزارت: طالبان باید په عمل کې هم ملکيانو ته زیان ونه رسوي

طالبان باید په عمل کې وښیي چې ملکیانو ته زیان نه رسوي. یادې څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند محمد رادمنش د طالبانو د مشر د هغې خبرې په غبرګون کې کړې چې خپلو پلویانو ته یې په اختریز پیغام کې کړې ده. ملا هبت الله د کوچني اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره په ټول توان هڅه کوي. خو رادمنش وایي، همدا اوس د حکومت لخوا اوربند دی، د طالبانو پر وړاندې هم له وسلې کار نه اخلي او طالبان هم باید د ولسي خلکو ژوند ته په عمل کې ډېر پام وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو پرله پسې په افغانستان کې د ولسي خلکو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی، چې ولسي خلکو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د حکومت د مخالفو وسله والو په بریدونو کې اوړي.

x

Check Also

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې وسله وال طالبان او داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(خامه پریس): د کونړ او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د اسلامي ...