د ننګرهار کانال د اوبو رسونې شبکې د بیارغولو لپاره پیسې ځانګړې شوې دي

(سپوږمۍ راډیو):

د ننګرهار کانال د اوبو رسونې شبکې د بیارغولو لپاره پیسې ځانګړې شوې دي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال د ننګرهار د کانال د اوبو رسونې شبکې د بیارغولو لپاره ۳۱۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زیاتې کرنیزې ځمکې خړوبې شي. د ننګرهار کانال د هېواد یو له سترو کانالونو څخه دی چې په ۹۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ شوی او د مېوو په ځانګړي ډول، د زیتونو د تولید لوی مرکز ګڼل کېږي. د ښاغلي رستمي په خبره، د دې کانال بیارغونه د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د حکومت د عوايدو په ډېرېدو کې مهم رول لري.

 

x

Check Also

پکتیکا: د پولیسو د خاصې قطعې قومندان ترور شوی دی

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۳/۳۰- پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي ...