عثماني د ترکمنستان د برېښنا له وزیر سره ټلفوني خبرې کړې

(سپوږمۍ راډیو):

عثماني د ترکمنستان د برېښنا له وزیر سره ټلفوني خبرې کړې

د اوبو او انرژۍ لرې کړل شوي وزیر علي احمد عثماني د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره خبرې کړې دي. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت پر فیسبوک پاڼه راغلي چې نوموړي د بادغیس برېښنا د ژر نښلول کېدو په تړاو له هغه سره پر ټلفون خبرې وکړې او ترې غوښتي یې دي، چې د بادغیس برېښنا دې ژر ونښلول شي. عثماني دغه راز ترکمنستان ته د یو پلاوي د استولو پرېکړه هم کړې ده او ویل کېږي چې یاد پلاوی به د کرښې هغې غاړې ته، افغانستان ته د راتلونکې برېښنا میتر مهرولاک کړي. د اوبو او برېښنا وزیر څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني په حکم له دندې لرې کړل شو خو د عبدالله د مخالفت له امله تر اوسه په خپله دنده کې پاتې دی.

 

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...