مودي: هند افغانستان سره په سیالۍ کولو فخر کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند صدر اعظم نریندرا مودي د افغانستان او هند ترمنځ په تاریخي سیالۍ خپلې تازه څرګندونې کړي دي.

ښاغلي مودي ویلي چې دا زمونږ لپاره د فخر ځای دی چې د ا فغانستان پر وړاندې هند لوبډله په تاریخي سیالۍ کې مخ کیږي.

نوموړي دغه لوبه یوه تاریخي لوبه بللې او پخپل ټویټر پاڼه یې ویلي دي چې دا ډېر د ویاړ او خوشحالۍ ځای دی چې افغانستان خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ له هند لوبډلې سره کوي.

ښاغلي مودي د افغانستان لوبه ستایلې ده، چې سره له دومره ستونزو او کړاوونو یې په کم وخت کې دومره چټک او د پام وړ پرمختګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان کرېکټ پرمختګ دا په ډاګه کوي چې افغانان د ستونزو او کړاوونو ختمولو او سولې او ولس یو موټي کولو هوډ لري.

سربېره پر دې د هند صدر اعظم مودي ویلي چې هند به له افغانستان سره په دغه سفر (کرېکټ) کې اوږه په اوږه روان وي، د هند سره د افغانستان په لوبه به ډېر خلک خوشحاله شي، او همدغه راز افغان لوبغاړو په ملیونونو هندي مینوال موندلي دي.

دا په داسې حال کې چې هند کرېکټ بورډ په تېره نیږدې کې د افغانستان کرېکټ بورډ سره یو شمېر مرستې کړې دي.

هند کرېکټ بورډ په افغانستان کې د لوبغالو جوړولو لګښتونه په ځان منلي او جوړ کړي دي، او همدا ډول یې په خپل هېواد کې د افغانستان کوربه توب لپاره یو لوبغالی ورکړی و، چې تېره اوونۍ یې د بل لوبغالي ورکولو ژمنه هم وکړله.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او هندوستان ملي لوبډلو ترمنځ تاریخي ټیسټ سیالۍ سبا سهار په ۸:۳۰ بجې د بنګلور ښار په چیناسوامي لوبغالي کې پېل کیږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: مودي: هند افغانستان سره په سیالۍ کولو فخر کوي

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

راشد خان به له دې وروسته په سویلي افریقا لیګ کې جادو ښيي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او ...