هند: په يوې ترافيکي پېښه کې دېرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۳) د هندي رسنيو د راپورنو له مخې، د دغه هېواد په اوتراپردېش ايالت کې د يوې ترافیکي له کبله دېرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه د اوتراپرديش ايالت د ماينپوري په سيمه کې د مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.

د ماينپوري سيمې يوه چارواکي پراديپ کمار رسنيو ته ويلي، په پېښه کې شپاړلس کسان مړه شوي او ديارلس تنه نور سخت ټپيان دي.

چارواکي وايي، تر دې دمه د بس موټر د چپه کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو په پېښه کې ځينو ټپي شوي کسان وايي پېښه د موټر د ډېر تېزوالي له کبله رامنځته شوې ده.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ښايي په پېښه کې د وژل شويو کسانو شمير له دې هم ډير شي.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...