رادمنش: د حکومت له اوربند سره سم پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه کم شوي

(سپوږمۍ راډیو):

رادمنش: د حکومت له اوربند سره سم پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه کم شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د حکومت له لوري د اوربند له پیل سره سم د امنیتي ځواکونو پر ضد د وسله‎والو طالبانو فعالیتونه کم شوي دي. دفاع وزارت تأييدوي چې له تېرې ورځې را په ‎دېخوا د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د وسله‎والو طالبانو په فعالیتونو کې ۷۰ په ۱۰۰ کې کموالی راغلی دی. د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش وویل چې له وړمې ورځې راهیسې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او د وسله‎والو طالبانو پر ضد هر ډول عملیات درول شوي دي. خو رادمنش وویل چې د ننګرهار په ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‎واله ډله د افغان امنیتي ځواکونو تر سختو حملو لاندې ده. د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند وړمه ورځ پیل شو او د کوچني اختر تر پنځمې به دوام وکړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړی چې په‎دې موده کې باید د وسله‎والو طالبانو پر ضد هېڅ ډول عملیات ونه‎کړي، خو که په دوی حمله وشوه، باید په جدیت دفاع وکړي. همدا شان افغان امنیتي ځواکونه اړ دي چې د اوربند په ورځو کې د داعش او نورو ترورېستي شبکو پر ضد خپلو عملیاتو ته زور ورکړي.

 

x

Check Also

پکتیکا: د پولیسو د خاصې قطعې قومندان ترور شوی دی

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۳/۳۰- پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي ...