په کونړ کې هوایي بریدونه د د داعش دوه غړي وژلي

(خامه پریس):

د کونړ ولایت په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې یې د اسلامي د دولت نومې ډلې یا داعشیانو دوه غړي وژل شوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د داعشیانو په وړاندې تازه هوایي بریدونه د وته پور ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د افغان پوځ د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې دوه وسله والو په وته پور ولسوالی کې وژل شوي دي.
ملی دفاع وزارت په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړی.
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا نامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده. په وروستیو کلونو کې یې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د داعش ډلې وسله والو هم د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې یې فعالیتونه پیل کړي دي.
د کونړ  ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
په همدې حال کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو په وړاندې پوځي عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه هم کله نا کله د داعشیانو په وړاندې هوایي بریدونه ترسره کوي.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...