د سبا د لوبې په اړه د افغان او هندي لوبډلمشرانو څرګندونې

(خامه پریس):

د افغانستان کرکټ لوبډلمشر اصغر ستانکزي وایي افغان لوبغاړي د هند په وړاندې د تاریخي ټیسټ لوبې لپاره بشپړ چمتوالی لري او ټینګار یې وکړ چې د سبا د لوبې په اړه افغان لوبډله هیڅ ناراحتي نه لري.
نوموړی په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال ومانه چې د افغان لوبډلې لپاره ټیسټ لوبه یوه نوې بڼه ده.
خو ستانکزي وایي، افغان لوبغاړي د سبا د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی لري ځکه د لوبغاړو له دې وړاندې هم په څلور ورځنیو لوبو کې برخه اخیستي او په خپلو پلانونو کې یې بریاوې ترلاسه کړي دي.
ستانکزي وایي، افغان لوبډله به د سبا په لوبه کې هم د پخوا په څېر لوبه وکړي.
بلخوا د هند کرکټ لوبډلمشر اجنکیا رهاني وویل، چې هند ویاړ لري چې د افغانستان په لومړنی ټیسټ لوبه کې د افغانانو په وړاندې لوبه کوي.
نوموړی په همدې حال کې هندي لوبغاړو ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان په وړاندې لوبه به یوه عادي لوبه نه وي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند ترمنځ دغه تاریخي ټیسټ لوبه سبا د هند په بنګالورو ښار کې پیل شي.

x

Check Also

پکتیکا: د پولیسو د خاصې قطعې قومندان ترور شوی دی

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۳/۳۰- پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي ...