طالبانو د چا په اجازه اوربند وکړ؟!

لیکوال: درویش ملنګ

طالبانو د اشرف غني د اوربند تر اعلان وروسته د کوچني اختر په مناسبت دری ورځنئ اوربند یوازې د ګډ حکومت لپاره اعلان کړ، بهرني ځواکونه یې له اوربند څخه مستثنی کړل.

طالبانو په اوربند سربیره د جګړې بندیانو د آزادۍ خبر هم ورکړ، چې د افغانانو له لوري د دوی بې سارې اقدام ښه ګرم استقبال شو.

د ګډ حکومت او طالبانو  نرم دریځ یو شمېر بهرنیو او کورنیو کړیو ته خوند ورنکړ، که څه هم دوی تمه درلوده چې طالبانو به اوربند اعلان نه کړي، مګر د دوی د توقع خلاف طالبان ګډ حکومت څخه مخکې شول.

لکه څنګه چې د امریکائي یرغل له پیل څخه تراوسه پورې د طالبانو پر وړاندې هر اړخیز تبلیغات روان دي، کله یې مبارزه ګاونډیانو او کله بیا روس ته منسوبیږي.

په همدې اساس د طالبانو د اختر اوربند هم د  یو شمېر کړیو لخوا سانسور شو، دا چې د بهرنیانو ګټه په جګړه کې خوندي ده نو همیش لپاره د سولې پروسه سبوتاژ کوي او جګړې ته لمن وهي.

د اختر اوربند یې هم چین او پاکستان ته منسوب کړ، د دوی په اند چې چین او پاکستان طالبانو ته ویلي چې اوربند وکړي، پداسې حال کې چې طالبانو به هر اختر کې دری ورځې نا اعلان شوی اوربند کاوه.

د طالبانو اوربند د ګډ حکومت پرسونل ته یو زرغون څراغ دی، که څوک غواړي چې د بهرنیانو نیابتي جګړې ښکار نه شي او د عامو وګړو په څېر خپل ژوند ته ادامه ورکړي نو د طالبانو له لوري به يې ژوند ته هیڅ ګواښ نه وي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو څه وخت مخکې د ګډ حکومت پرسونل ته عمومي عفوه هم اعلان کړه، چې د ضمانت په صورت کې به د هر عسکر او امنیتي کارمند سر او مال خوندي وي.

طالبانو په عفوه او اوربند باندې څرګنده کړه چې د دوی مبارزه د شخصي ګټو او واک انحصار لپاره نه ده، بلکې دوی ته بهرني یرغلګر د منلو وړ نه دي، ترڅو چې بهرنیان شتون ولري نو پر وړاندې به یې مبارزه دوام مومي.

دا چې څوک د طالبانو اوربند چین او پاکستان ته منسوبوي، په لوی لاس د سولې دښمني او د جګړې پلوي کوي، ځکه خو د طالبانو بریا ورته د زغم وړ نه ده.

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...