غزني کې ماين چاودنې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۴) د غزني د محلي چارواکي وايي، د ياد ولايت د مالستان ولسوالۍ په يوه کور کې ماین چاودنه شوې چې له کبله يې پنځه کسان وژل شوي دي.

د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت رسنيو ته ويلي، چاودنه د يادې ولسوالۍ مربوط په جاکه سيمه کې د یوه کور په داخل کې شوې چې دوه نارينه او درې ميرمنې پکې وژل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ماين له کومه ځايه دغه کور ته راوړل شوی و او يا هم چاودنه د څه شي له امله رامنځته شوې ده.

x

Check Also

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې وسله وال طالبان او داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(خامه پریس): د کونړ او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د اسلامي ...