ننګرهار: چاودنه کې د سیمه ييزو پوليسو قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۴) د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، د روداتو ولسوالۍ مربوط د پيوې کنډو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر قومندان چاودنه شوې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د خوږياڼي په خبره، په چاودنه کې د سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) قومندان امان الله او د ټاکنو کمېسيون يو تن کارمند وژل شوی او درې پوليس او د نوم ليکنې يو تن کارکوونکی ټپيان دي.

نوموړی زياتوي، پوليسو او د ټاکنو کمېسيون کارمندانو غوښتل د يادې ولسوالۍ اړوند مزينې سيمې ته د نوم ليکنې مواد ولېږدوي په وينا يې په لاره کې د پوليسو پوستې تر څنګ پرې چاودنه شوې او ياده پېښه رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

x

Check Also

شاهين اسمايي د فوټبال غوره ليګ درېيمه لوبه هم وګټله

(کلید راډیو): د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د ...