مودي: دا ما ته ستر ویاړ دی، چې له افغان ټیم سره لوبه کوو

(سپوږمۍ راډیو):

مودي: دا ما ته ستر ویاړ دی، چې له افغان ټیم سره لوبه کوو

د هند لومړی وزیر وايي دا ورته ستر ویاړ دی، چې د افغانستان کرکټ ټیم نن د هند له ملي ټیم سره ټېسټ لوبه کوي. مودي د افغانستان کرکټ ټیم ته په یوه لیک کې ویلي، دغه لوبه د افغانستان د یووالي لپاره په یوه قوت بدله شوې ده او هند ویاړي چې په دې برخه کې له افغانستان سره ملتیا کوي. نوموړي ویلي دا ورته ستر ویاړ دی، چې په دې سختو او له درده ډکو شرایطو کې افغان ټیم هند ته ځي او ددغه هېواد له ملي ټيم سره ټېسټ لوبه کوي. مودي د کرکټ ملي ټیم بریاوې ستایلې دي او په وینا یې دوی په کم وخت کې ډېر څه ترلاسه کړي دي. هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان کرکېټ د افغانانو د یووالي لپاره همداسې پیاوړی قوت پاتې شي.

 

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...