استراليايانو افغانستان کې ځان سره د هټلر بیرغ ګرځولی دی

(سپوږمۍ راډیو):

استراليايانو افغانستان کې ځان سره د هټلر بیرغ ګرځولی دی

استرالیايي ځواکونه په افغانستان کې پر خپل ټانک د هټلر بیرق درولی و. امریکايي رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي دي چې ګواکي استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت پر مهال د هټلر یا نازیانو بیرق پر خپل ټانک درولی دی. نازیان په نړۍ کې په ځانپالنې او تعصب شهرت لري. دوی تر ځان پرته د نورو ډلو پر ضد جګړه کوله او له منځه یې وړل. دغه پېښه په ۲۰۰۷ کال کې شوې ده او په هغه وخت کې د نظامي عملیاتو یوه عیني شاهد ویلي، چې یاد بیرق د ډېرې مودې لپاره د استرالیايي ځواکونو د یوه ټولي پر ټانک لګېدلی و. د استرالیا لومړي وزیر مالکوم ترمبل دغه پېښه غندلې ده. نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، چې دا له حده ډېره شرموونکې او سپکه پېښه ده. هغه د خپل هېواد دفاعي چارواکو ته امر کړی، چې د یادې پېښې عاملین په ګوته کړي او د اړوندې موضوع په اړه تحقیقات ترې وکړي. په افغانستان کې د استراليايي ځواکونو د نظامي ماموریت په اړه په دې وروستیو کې ګڼ راپورونه خپرېږي. تېره اونۍ هم استرالیايي رسنیو په افغانستان کې ددغه ځواکونو له وحشتانکو جنګي جنایتونو پرده پورته
کړې وه.

 

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...