نړیوال جام: روسیې په افتتاحي سیالۍ کې سعودي ته ستره ماتې ورکړه/ ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په افتتاحي سیالۍ کې روسیې لوبډلې سعودي عرب لوبډلې ته په پنځه صفر ماتې ورکړه.

د یو شمېر شاندارو افتتاحي مراسمو نه وروسته بیګا ماښام د نړیوال جام لومړۍ سیالۍ د روسیې هېواد په ستره بریا پېل شوه.

په دغه مراسمو کې د روسیې هېواد ولسمشر ولادیمر پوتین او د سعودي شهزاده وليعهد محمد بن سلمان هم موجود وو او په ګډه یې د لوبې ننداره هم وکړه.

سعودي عرب لوبډله په دغه سیالیو کې یوازینۍ خلیجي لوبډله ده، دغه لوبډله له پخوا یوه کمزورې لوبډله بلل شوې، چې نن یې یو ځل بیا د روسیې لوبډلې (یو له کمزورو لوبډلو څخه ده) پر وړاندې ستره ماتې وخوړه.

روسیې لوبډلې له پېله ښه لوبه ترسره کړه، او د لوبې په ۱۲مه دقیقه کې روسي لوبغاړي غازینسګي لومړی ګول، او په ۴۳مه دقیقه کې چیري شیف دویم ګول وواهه، چې لومړی نیمايي په دوه صفر پای ته ورسېده.

په دویمه نیمایي کې روسیې لوبډلې یو ځل بیا پر سعودي ګوزارونه وکړل، او په ۷۱مه دقیقه کې یې درېیم، ۹۱مه دقیقه کې څلورم او په ۹۴مه دقیقه کې يې پنځم ګول وواهه، چې همدا ډول یې په پنځه صفر ستره ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال جام په دویمه ورځ به درې سیالۍ ترسره کیږي، لومړۍ سیالۍ د ګروپ ای لوبډلو یورګوای او مصر، دویمه په ګروپ بي کې د ایران او مراکش ترمنځ، او درېیمه او ستره سیالۍ د رونالډو لوبډلې «پرتګال» او اسپانیا ترمنځ د شپې په ۱۰:۳۰ بجې ترسره کیږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: نړیوال جام: روسیې په افتتاحي سیالۍ کې سعودي ته ستره ماتې ورکړه/ ویډیو

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

سکاټلینډ له ایرلینډ وروسته نېدرلینډ ته هم ماتې ورکړه

سکاټلینډ د درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لړ کې د نېدرلینډ په ...