د افغانستان او هندوستان ترمنځ تاریخي ټیسټ سیالي د ریکارډونو مل ده

د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د ټیسټ یا ۵ ورځینیو سیالیو پیل وشو، چې پکې افغان لوبډله د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شوه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ یوه تاریخي لوبه ده، چې پکې افغانستان د خپل ټیسټ کرکټ پیل د هندۍ لوبډلې خلاف وکړ.

په دې لمړنۍ تاریخي ټیسټ کرکټ سیالۍ کې یو شمیر نړیوال ریکارډونه جوړ او لا هم جوړیدونکي دي.

۱ – د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې اضغر ستانکزی لمړنی افغان شو، چې د ټیسټ سیالیو کیپ یا خولۍ یې پر سره شوه او هم یې لمړنی لوبډلمشر شو، چې په لوبډلمشرۍ کې یې د افغاانستان د کرکټ ملي لوبډلې ټیسټ کرکټ پیل کړ.

۲ – تیز بالر یمین احمدزی لمړی افغان شو، چې په لمړنۍ ټیسټ لوبه کې یې د هندي اوپنر شیکر ډاون ویکټ ترلاسه کړه.

۳ – محمد نبي عیسی خیل لمړنی افغان ډګر ساتونکی شو، چې د یمین احمدزي په توپ یې د هندي شیکر ډاون کیچ واخیست.

۴ – مجیب ځدران او وفادار مومند دوه هغه ځوان افغان لوبغاړي وشمیرل شول، چې د ۱۷ کلنو په عمر کې یې ټیسټ کرکټ پیل کړ.

۵ – راشد خان لمړنی افغان بالر شو، چې په لمړي اور کې یې زیاتې ۱۳ منډې جوړې شوې.

۶ – افسر ځاځي لمړنی ویکټ کیپر شو، چې د افغانستان د ټیسټ کرکټ په تاریخي سیالۍ کې یې د ویکټ ساتنې دنده ترسره کړه.

۷ – ناصر جمال لمړنی افغان فیلډر شو، چې په دې سیالۍ کې یې هندی دینیش کارتیک د افسر ځاځي په مرسته رن اوټ کړ.

بل خوا د هندۍ لوبډلې لخوا اوپنر شیکر ډاون لمړی هندي لوبغاړی شو، چې په دې سیالۍ کې یې د لمړي سیشن یا وقفې وړاندې په ۸۷ بالونو چټکه سلیزه جوړه کړه او هم یې په نړیواله سطحه شپږم مقام وګټلو.

مورلي ویجی دویم هندي اوپنر یا پیلیز لوبغاړی شو، چې د افغانستان خلاف په دې تاریخي ټیسټ سیالۍ کې یې سلیزه جوړه کړه او ورسره لوکیش راهول نیمه سلیزه جوړه کړه.

دا یادونې وړ ده، چې دا ریکارډونه د لوبې په لمړۍ ورځ جوړ شول، سیالي لا هم څلور ورځې دوام لري، دا چې نور څه کیږي ؟ لا څه نه ویل کیږي.

د افغان لوبډلې لخوا هم انتظار کیږي، چې په دې سیالۍ کې توپ وهونکي د خپل تاریخي ټیسټ کرکټ لوبه کې سلیزې او نیمه سلیزې جوړې کړې.

هدوستان په لمړۍ ورځ د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۳۴۷ منډې جوړې کړې دي او لا هم ۴ نور لوبغاړي له ځاان سره لري او په دویمه ورځ به هم توپ وهنه پيل کړي.

سرچینه: یاران

x

Check Also

افغانستان ته په ایرو کې پټ لال را وخت 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د کلونو انتظار وروسته د ...