په سعودي، اماراتو او یو شمیر نورو هیوادونو کې د کوچني اختر میاشت ولیدل شوه

 

سعودي عربستان نن ورځ په تمیر، سدیر ، شقراء،حایل، تبوک، ظهران،ریاض، مکه مکرمه ، مدینه منوره او قسیم ښارونو کې د میاشتې لیدلو ته ځانګړې کمیټې ټاکلې وې.

میاشت

چې په لومړی ځل د مدینې منورې کمیټې د میاشتې د لیدلو شاهدی ورکړه، ورپسې عرب اماراتو او بیا د سدیر سیمې کمیټې وویل چې میاشت یې لیدلې.

همداراز قطر او عمان ، مالیزیا، اندونیزیا، سنګاپور کویټ،  عراق او ګڼو نورو هیوادونو هم په یوه وخت د میاشتې د لیدلو خبر ورکړی

 

د پاکستان د رؤیت هلال کمیټې اعلان وکړ چې سبا اختر نه دی ، دپاکستان اختر به په شنبه وي

بنأً سبا د کوچنی اختر لومړۍ ورځ او د رمضان میاشت پوره ۲۹ ورځې شوه

 

اختر مو بختور شه

 

میاشت

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې وسله وال طالبان او داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(خامه پریس): د کونړ او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د اسلامي ...