د طالب مشرتابه په سږني پیغام کې سوله ییز انعکاس

عبدالرحیم (ثاقب)

له معمول سره سم طالب مشر تابه سږکال هم د نیک مرغه کمکي اختر په مناسبت خپل اختریز پیغام خپور کړی دی.

سره له دې چې د سږ کال له پیله د طالبانو پوځي فعالیتونه ډیرګرم او توند دي ، خو د طالب مشرتابه په پیغام کې د جګړي له ښکیلو لوریو او افغان ولس سره د مخاطبې لهجه ډیره نرمه او سوله ییزه ده.
غواړو د یاد پیغام بارز محتویات له درنو لوستونکو سره شریک کړو.

د پیغام پیلیزه :

طالب مشرتابه خپل پیغام افغان ولس ته د کمکي اختر د مبارکي تر څنګ د الخندق عملیاتو په ترڅ کې د ترلاسه کړیو فتوحاتو مبارکي هم ویلې او هیله یې ښوولې چې د افغان ولس قرباني او سرښندنې د هغوی د نجات او آزادي لامل شي.

پر جهادي مقاومت د ټینګار وجوهات

تر مقدمې وروسته د طالب مشر تابه په پیغام کې د بهرنیانو په وړاندې پرجهاد ، د هغه په برحق والی او د هغه د تداوم پر لاملونو مکث شوی دي چې په دې برخه کې یې یوځای داسې لولو: ((زموږ د مرام خلاصه دا ده چې زموږ مسلمان ولس باید له خپلې اسلامي عقیدې سره سم د اسلامي نظام تر سیوري لاندې آزاد ژوند وکړي…))
له پورتني ساده خو ژورتعبیر څخه دا پوهول کیږي چې د طالبانو د فعالیت ساحه افغانستان او په هغه کې د افغانانو استقلال او د اسلامي نظام حاکمیت دی او دا هغه څه دي چې افغانانو یې د یوه مسلمان ولس په توګه د تحقق لپاره هم د انګریزي استعمار او هم د شوروي اشغال په مهال ډیرې قربانۍ ورکړې او غواړي چې په خپل هیواد کې د یوه مستقل او خپلواک اسلامي نظام لرونکي وي.

د اشغال د خاتمې لپاره سوله ییز مذاکرات:

د طالب مشرتابه د پیغام ډیر ترکیز د حکومت په ځای د امریکایانو په مخاطبولو باندې شوی ، په افغانستان او سیمه کې د روانې بی ثباتي نسبت هم هغوي ته شوی او د افغانانو د ځورولو اصلي عامل هم یواځي امریکایان بلل شوي دي.

همدا لامل دی چې د افغانستان او سیمې د بي ثباتي د له منځه وړلو او دلته د ټولو راپیداشویو ستونزو او ناخوالو د ختمیدلو تر ټولو غوره وسیله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پرشاتګ او د افغانستان د اشغال خاتمه بلل شوې.

د اشغال د خاتمې لپاره د طالب مشرتابه په پیغام کې دوې لارې په ګوته شوې :

د اشغالګرو په مقابل کې د وسله وال مقاومت تداوم.

له اشغالګرو سره د جګړې د خاتمې لپاره سوله ییز مذاکرات .

په دې اړه د پیغام یوه برخه داسې وضاحت لري : ((له دې ټولو بد مرغیو څخه د نجات یوازینۍ لاره دا ده چې امریکایي او نور اشغالګر پوځونه زموږ له هیواده ووځي، اسلامي، خپلواک او افغان شموله نظام حاکم شي، زموږ جهاد په همدې هدف پیل شوی او همدې مرام ته د رسیدو لپاره مو د مسلح جهاد سره سره د تفاهم او مذاکراتو دروازه هم پرانیستې پریښې ده چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په همدې برخه کې د امارت د یوازنۍ مرجع په توګه فعالیت لري…))

د علماوو مخاطبول:

طالب مشر تابه په عمومي ډول د اسلامي ټولنې د اصلاح او په خاص ډول په افغانستان کې د اشغال په وړاندې د علماوو رول ته په کتو سره د پیغام په یوه برخه کې هغوی په خاص ډول داسې مخاطب کړي:

(( د نړۍ او افغانستان علماء کرامو ته مي خصوصي پیغام دادی چي امریکا او ملګرو یې په نورو ټولو برخو کي تقریبا ماتې خوړلې، اوس کوښښ کوي چي دعلماء کرامو له نامه نه دځان په ګټه استفاده وکړي ، د هغوی حیثیت او بې داغه تاریخ داغداره کړي او د خپلو مؤمنو ولسونو په زړونو او ذهنونو کي یې ځای او وقار ورختم کړي ، نوباید چي علماء کرام ډیر ورته متوجه او ځیرک و اوسي چي خدای مکړه په یوه او بل هیواد کي د دوی له ناستو او غونډو نه داسي استفاده و نه کړي چي د اسلامي خاوري له اشغال نه توجه په بل لوري واړوي او په قران او حدیث ثابت مقدس جهاد خپلمنځي جګړه تعبیر کړي…))

ریښتیاهم چې یرغلګرو په افغانستان کې د خپل اشغال په مهال هم د مسلمانانو معتقدات توهین کړل او هم اوس غواړي د اشغال د مشروعیت لپاره د مسلمانانو د علماوو او روحانیینو له نوم څخه ناوړه استفاده وکړي.

دا چې علماء د ولس د روحاني پیشوایانو په حیث هغه څوک دي چې تر ټولو وړاندې د اشغال مخالفت دوی کړی او د مقاومت لومړۍ کرښې په دوی محکمې دي نو کله به هم خپله فتوا د اشغال په ګټه ور نه کړي.

له ولس څخه د مقاومت د ملاتړ غوښتنه:

د طالب مشر تابه په پیغام کې د اشغال په وړاندې روان مقاومت یوه ولسي اراده بلل شوی او د هغه د بریالتوب لپاره یې له ولس څخه د مزید ملاتړغوښتنه کړي.

ریښتیاهم که یو نهضت هرڅومره په شعاري او تبلیغاتي لحاظ بریالی وښودل شي خو چې په عملي لحاظ چې له ولسي ملاتړ څخه برخمن نه وي نو هغه د بریا منزل ته نشي رسیدای او ولسی حمایت هغه وخت ورسره شونی دی چې ولس د مقاومت او مقاومینو له موخو او آرمانونو څخه ډاډه او پر هغو باوري وي.

ځکه طالب مشر تابه ټول مقاومت ولس ته منسوبوي او د حمایت په اړه یې افغان ولس داسې مخاطبوي:

(( افغان مجاهد ولسه! دا چې یرغلګر دښمن له تاسو سره د مقابلې په هرسنګر کې له ماتې سره مخ دی نو یواځې د خپلې تبلیغاتي میډیا په مټ یې د مجاهدینو خلاف خپله پروپاګنډه توده ساتلې ، هغوي کله مجاهدینو ته ترهګر وایي او کله یې هم برحق دفاعي مقاومت نورو جهتونو ته منسو بوي ، خو حقیقت دا دی چې مجاهدین ستاسي وروڼه او زامن دي، ستاسي د دین او خاوري مدافعین دي. نو که دښمن پلوه رسنۍ هر څه وایي تاسو ته خو حقیقت د لمر په شان واضح او هرڅه دسر په سترګو وینئ. تاسو د دښمن په تبلیغاتو باور مه کوئ بلکې پر خپلو حواسو او درک اعتماد وکړئ.))

تعلیم او تربیه د وخت ضرورت او د بریالیتوب وسیله:

د طالب مشر تابه په پیغام کې د پوځي او سیاسي یاداشتونو اوسپارښتنو ترڅنګ معیاري تعلیم ، دینی او عصري زده کړې د ټولنې ضرورت او د بریالیتوب وسیله ګڼل شوي :

نوموړی وايي:(( داسلامي امارت مجاهدین یوازې همدا غواړي چې تاسو د قرآن کریم په هدایاتو منور ژوند ولرئ، له معیاري تعلیم، شرعي نظام، خپلواکۍ، وقار، سرلوړۍ او سوله یيز ژوند څخه برخمن شئ او راتلونکي نسلونه مو د کفري اشغال له تباه کوونکو اغیزو څخه خوندي پاتې شئ، موږ دیني او عصري زده کړې د ټولو افغانانو او افغاني ټولنې د کامیابي لپاره اړینې بولو))

افغاني پانګوالو ته د پانګونې بلنه:

د جګړو ، نا امني او بی ثباتي ترڅنګ افغان ولس د بیکاري او بي روزګاري له ستونزو هم سخت کړیږي ، طالب مشرتابه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلګو ته د کار پیدا کولو په غرض دا خلي پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړې او په دې اړه یې د پانګوالو د هڅونې په خاطر ویلي:

((د دې لپاره چې زموږ ولس په ځان بسیا شي، خلکو ته کار پیدا شي، محلي اقتصاد وغوړیږي او خلکو ته په خپل وطن کې د حلالې روزي ګټلو امکانات میسر شي، موږ ټولو شتمنو هیوادوالو، تجارانو او کاروباري وروڼو ته دعوت ورکوو چې په ټول افغانستان په تیره بیا د مجاهدینو تر واک لاندې ساحو کې،زراعت او مالداري ته وده ورکړي، فابریکې او کارځایونه جوړ کړي، اسلامي امارت به له دوی سره هر راز مرسته وکړي.))

ملکي تلفات تر ټولو مهمه او اساسي موضوع

د طالب مشرتابه سږني پیغام تر ډیره د سولې، انساني خواخوږي ، او له ولس سره د حسن تعامل پر محوررا چورلیږي.

دا چې په جګړه ولسي تلفات هغه ستونزه ده چې په مشکله باندې ښکیل لوری تري ځان ساتلی شي نو له همدې امله طالب مشرتابه په خپل پیغام کې ولسي تلفات تر ټولومهمه او اساسي خبره ګڼلي او خپل سرتیري یې د ولسي خلګو د ځان او مال پرخوندیتوب ملزم کړي دي.

نوموړی د انسان د ناحقه وژلو په اړه خپلو سرتیرو ته داسې تنبهي یادونه کوي:

((په اسلام کې د بې ګناه مسلمان قتل له شرک وروسته دوهمه ستره ګناه ده، هیڅ د ایمان خاوند نه غواړي چې داسې ګناه ترسره کړي .زموږ مجاهدین چې د الله تعالی د رضا لپاره یې د جهاد ستړی ژوند پر ځان منلی کله به هم داسې کار ته زړه ښه نه کړي چې هغه د الله تعالی د سخت نارضایت سبب ګرځي.))

ملکي او پوځي منسوبینو او دولتي کارمندانو … تاسو زمونږ وروڼه یاست !

د طالب مشر تابه په سږنی پیغام کې د طالبانو د تیرو ټولو پیغامونو په پرتله یو مهم او اساسي توپیر دادی چې په دې پیغام کې یې د دولتي کارمندانو په اړه ډیر له خواخوږي او درناوي ډک الفاظ کارول شوي دي.

مثلا په تیرو ټولو پیغامونو کې به دولتي منسوبین د پردیو لاسپوڅي ، مزدوران او… یادیدل ، خو په سږني پیغام کې هغوی ته د عادي دولتي کارمندانو، عسکرو او دولتي منسوبینو نومونه کارول شوي او د دښمن له صفه د راوتو په صورت کې د وروڼو خطاب ورته شوی دی.

راځي چې په پیغام کې یې ولولو: (( د دښمن په لیکو کې ولاړو عسکرو، ملکي او پوځي منسوبینو او ټولو کارمندانو ته مو پیغام دا دی چې تاسو د همدې خاورې او ولس بچیان یاست، پلرونه او نیکونه مو ټول مسلمان او د قرآن او اسلام پیروان تېر شوي، تاسو ته په هیڅ دلیل جایزه نه ده چې د خپل مجاهد ولس خلاف د هغو اشغالګرو تر قومنده لاندې وجنګیږئ چې زموږ د اسلام او قرآن سرسخته دښمنان دي، زموږ هیواد یې اشغال کړی او زموږ په ولس ظلمونه کوي. له تاسو سره زموږ مخالفت یوازې په همدې ټکي دی. که تاسو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست، مجاهدین لکه څرنګه چې د هیواد په لراو بر کې هره ورځ له دښمنه را جلا کیدونکو عسکرو ته هر کلی وایي، د جنګي اسیرانو ساتنه او تداوي کوي تاسو ته هم د سر او مال امن درکوي. نو تاسو هم د خپل دنیوي او اخروي نجات لپاره اقدام وکړئ او مخکې له دې چې د امریکایانو په ملګرتیا کې ووژل شئ د اشغالګرو له صف څخه ځانونه رابېل کړئ.))

(الاقصی) د امت قضیه او بیت المقدس د اسلامي نړۍ نه بیلیدونکې برخه:

طالب مشرتابه خپل پیغام د اسلامي امت د یوې تر ټولو مهمې قضيي په یاد آوري سره پایته رسولی او په خپل پیغام کې یې د هغه په اړه داسې ویلي: (( د امریکایي حکومت لخوا بیت المقدس ښار ته د سفارت انتقال هغه اقدام دی چې له اسلام، اسلامي امت او اسلامي شعائرو سره یې د امریکایي چارواکو دښمني نوره هم څرګنده کړه، موږ دغه اقدام په کلکو ټکو غندو د مسلما نانو د لومړۍ قبلې (الاقصی) قضیه د اسلامي امت قضیه ګڼو او بیت المقدس ښار د اسلامي نړۍ نه بیلیدونکې برخه بولو.

خلاصه :

د طالب مشر تابه په سږني پیغام کې تر شعاري دیپلوماسي ډیر ترکیز په عملي او توصیوي توجیهاتو باندې شوی دی.

د پیغام پر روحیې یې تر سیاست علمي او شرعي صبغه ډیره غالبه او د ولس په اړه کارول شوي ژبه یې د ((رحماء بینهم)) ژوندی تعبیر دی.

د دولتي منسوبینو (حکومت) په اړه کارول شوي الفاظ یې د افغانانو له یو او بل سره د تقارُب او یوځای کیدو زیری ورکوی ، هغوی ته د وروڼو مینه ناک خطاب یې د دولتي منسوبینو له زړونو څخه د طالبانو په اړه د نفرت او کدورت توروالی توږي.

چې په دې سره ویلای شو د طلب مشرتابه په سږني پیغام کې تر بل هرڅه سوله ییز انعکاس ډیر بارز او د طالبانو لخوا دری ورځنی اوربند د همدغه سوله ییز انعکاس مثبت اغیز دی ، خدای تعالی دي وکړي چې دغه پیغام په عملي ډګر کې د سولې ، خپلواکي او د جګړه ځپلي ولس د دائمي سوکالي پیغام وګرځي …

امین…

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د طالب مشرتابه په سږني پیغام کې سوله ییز انعکاس

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

امریکا ١٧ کاله مخکې د بشر د حقوقو له شورا وتلې ده

تبصره که حقيقت ته نظر وکړل شي، امريکا هر وخت د بشر ...