پانګوالو او شرکتونو ته د پانګونې په تړاو د طالب مشر بلنه څه په ډاګه کوي؟

بخت الرحمن شرافت

له تیرو څو اخترونو څخه پرله پسې ډول طالب مشر خپلو پیغامونو کې د نورو زیاتو موضوعاتو په څنګ کې وار وار هیوادوال او بهرني پانګوال دې ته رابولي ترڅو راشي افغانستان کې پانګونه وکړي، دغه هیواد کې دپانګونې په برخه کې له بې شماره فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

څرنګه چې دا دریم اختر دئ دطالبانو مشر خپلو اختریزو پیغامونوکې خلګو ته هیواد او به په خاصه توګه هغو سیموکې چیري چې طالبان مسلط دي، دپانګونې بلنه ورکوي.

له دې څخه دوه ټکې ډير واضح څرنګنديږي اول داچې طالب مشر دافغانستان د بیا ودانولو او افغانستان کي دامن په څنګ کي خلګو ته دکار او روزګار فرصتونو موندلو ته څومره هوډ من دئ، او دې ته څومره لیواله دئ چې افغانان باید یو مترقي او برمخ تللی هیواد ولري او هرکس ته افغانستان کي دننه دکار زمینه برابره شي.

دوهم څرکنده وې چې نوموړی هیواد کې سرتاسري سولي او امنیت ته څومره خوشبینه او متفائل دئ، ځکه پانګوالو او شرکتونو ته په لوړه کچه دپانګونې او سرمایه ګذارۍ بلنه په هغه وخت کې ورکول کیدلی سي چیري چي پانکوال دپخپلې پانګونې له راتلونکې څخه ډاډه او مطمئن وي، سیمه کې دحکومتي چارواکو له لوري باید ډاډ ورکول شوی وي چې دنوموړي دراز مدته او لنډ مهالې پروژې به ټولي له هرډول زیان او نقصان څخه خوندي وي.

په داسي حال کې چې هیواد کې جنګ دئ، طالبان د هیواد په مختلفو برخو کې له دښمن سره په جګړه اخته دي دښمن په وسلو او پیسو باندي ښه سمبال دئ،، نو دطالب مشر لپاره هم په کار داوه چې ددښمن په مقابل کې یې د امارت له مؤیدنو او خواخوږو څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پیسو او وسلو غوښتنه کړې وی، خو طالب مشر برعکس له نړیوالو او کورنیو پانګوالو څخه دهیواد په بیا رغونه او خلګو ته دکار دفرصتونو دموندلو په برخه کې دپانګونې بلنه ورکوي، چې دمشر دا قدم ښکاره په ډاګه کوي چې طالبان افغانستان کې دجنګ طرفداران نه دي، بلکي پر دوي باندي دتپل شوي جنګ او ناروا یرغل په مقابل کې د مجبورۍ جګړه مخ ته بیایې او دا جګړه تر هغه وخت پوري دځان او فغانانو مجبوریت ګڼي ترڅو چي بهرني یرغلګر له هیواد څخه وتلي نه وي.

ځکه نوموړی بل ځای کي پر هیواد والو ږغ کوي اوزیاتوي (( هیوادوالو هوښیار اوسۍ، چې لاسپوڅي او کرایه شوې رسنۍ مو سهوه نه کړي، چي زمونږ جګړه ددښمن په مقابل کي دڅوکۍ، جاه اوجلال جکړه ده، بلکې تاسو باید پوه سۍ چې زمونږ مبارزه دبهرني یرغل او تیري په مقابل کې برحقه داعیه ده، ترهغو پوري به دوام مومي ترڅو بشپړه ازادي مو نه وي اخیستي، کچیري طالب مشر دجنګ پلوی وی، د ځان غوښتنې او څوکۍ جنګ یې کولی نو به یې دلته یوځل بیا پر هیوادوالو د وسلې پورته کولو او ددښمن په مقابل کې جنګ ته دانکلو غږ کړی وای.

دمشر دپیغام یوې برخې دغه ټکی هم ډیر روښانه کړی، چې طالبان جګړه ماران نه دي او نه افغانانو سره په خپل منځي جنګ اخته دي بلکي دبهرني یرغل په خلاف یې دهیواد دازادۍ او خپلواکئ اړینه مبارزه پیل کړې چې دامبارزه به تر هغه وخت پوري دوام مومي ترڅو بهرني یرغلګر له افغانستان څخه وتلي نه وي.

بنآ دطالب مشر له پورته څرګندونو څخه په ډاګه کیږي چې طالبان رښتیا هم رښتنې سولي او امن ته ژمن دي او دسولي په نوم ددرواغجنو او کاذبو غونډو او ناستو پر ځای غواړي افغانانو باندي دتپل شوې جګړې له اصلي اړخ سره افغانستان کې ددائمي سولي او استقرار لپاره خبري وکړي، او دافغانستان روان کړکېچ دټوپک دشپیلۍ پر ځای د مفاوضې او مذاکرې له لاري حل کړي.

والسلام

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: پانګوالو او شرکتونو ته د پانګونې په تړاو د طالب مشر بلنه څه په ډاګه کوي؟

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

په غزني بريد يې ولې پنجاب ته منسوب کړ؟

ليکوال: یاسر افغان د تېرې جمعې په شپه تنکيو ځوانانو ، چې ...