د اریانا نیوز سره د معتصم اغا جان مهم ټکي / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د حکومت پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر او د طالبانو د سیاسي کمیسون پخواني مشر معتصم اغاجان د اریانا نیوز سره په مرکه کې افغانستان یو اشغال شوی هیواد وباله، د اشرف غني په مشري ګډحکومت یې د وحدت ملي حکومت پر ځای خیانت ملي حکومت په نامه ونوماوه، او هغه یې د امریکایانو یو ګوډاګی او لاسپوڅي حکومت یاد کړ.

نوموړي وویل چې طالبان په افغانستان کې د بهرنیانو د اشغال پر خلاف په ملي مقاومت بوخت دي.

اغاجان وویل چې طالبان یو بشپړ ولسي مقاومت او خپلواک تحریک دی. طالبان اوس مهال د ګاونډیو هیوادونو په شمول د نړۍ له غټو هیوادونو سره اړیکې لري.

د افغانستان جګړه چې څومره مغلقه او پيچیده ده، همدومره یې سوله مغلقه او پیچیده ده.

افغاني اړخونه باید یو پر بل الزامونه ودروي تر څو سولې ته زمینه سازي وسي.

طالبان د پاکستان په شمول د ډیرو هیوادونو سره اړیکي لري، خو دا هیڅ امکان نه لري چې ددغو هیوادونو په اشاره دي جهاد پر مخ بوځي.

طالبان ډیری قربانۍ ورکوي، ددوی مشران خپله قربانۍ ورکوي، شیخ الحدیث والقرآن شیخ مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه الله زوی استهشادي برید وکړ، چې دا د دوی پر استقلال او پاکې عقیدې دلالت کوي.

د طالبانو رهبر خپل زوی د الله تعالی د رضا لپاره قرباني کړ د پاکستان او نورو هیوادونو لپاره نه دی.

طالبان دي په خپلو بریدونو کې ناټو او بهرني ځواکونه په نښه کړي، خپل افغاني وروڼه دي نه په نښه کوي.

هره ورځ ۵۰۰ ځوانان وژل کیږي، دا څرنګه حکومت او حالت دی چې اوس پر افغانستان واکمن دی.

دغه حکومت چې ځانته وحدت ملي حکومت وایی، دا خیانت ملي حکومت دی او د جان کیري له لوري پر افغانانو تپل سوی تر څو افغانانو په خپلو کې سره وجنګوي.

د افغانانو هر لوری باید د ډیر فکر څخه کار واخلي او خپل تر منځ ترحم وکړي.

اوس د جګړې دواړه لوري دې فکر ته رسیدلي چې د افغانستان د جګړې اصل عامل بهرنیان دي.

طالبان پر ملکي اهدافو بریدونه نه کوي بلکې دلته په افغانستان کې داسي کړۍ شته چې په عامو ځایونو کې بریدونه کوي او طالبانو ته منسوبیږي.

طالبان کاملا د ټولو افغانانو ژوند ته ژمن دی او د هغوی لپاره خپل ځانونه قربانوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی زمونږ ملي مشر دی، هغه سمه خبره کوي چې وايي، امریکا پر افغانستان جګړه تپلې ده همداسي د سولې کیلي د هغوی په لاس کې ده.

امریکایان وايي چې مونږ په القاعده پسی راغلي یو، اوس خو په افغانستان کې القاعده نسته، امریکا اوس په کوم دلیل دلته جګړه کوي.

افغانستان له تیرو ۱۸ کلونو راهیسي اشغال شوی هیواد دی..

اوسنی حکومت مطلقا د امریکایانو غلام او لاسپوڅی حکومت دی.

حامد کرزي د خبرو څخه مالومیږی چې هغه یو ازاد او اصیل افغان وو، هغه همیشه پر امریکایانو نیوکې کړي.

کرزی هر وخت د امریکا خلاف وو او همیشه یې د هغوی کړني غندلي..

کرزی د نړیوالې ټولني له خوا را وستل شوی ، امریکایانو نه دی را وستلی.

زه په دې باور یم، که نن اشرف غني د امریکایانو د حمایت څخه لاس واخلي، طالبان به ورته ووایی چې زمونږ ورور یې د ټول عمر لپاره درسره اوربند دی.

طالبان د مسلمانانو لپاره خپل ځانونه قربانوي.

طالبان د امریکایانو سره ځکه خبری کول غواړي چې تور لیست باید ختم شي او طالبان په رسمیت وپيژندل شي..

حکومت باید د ګوډاګیتوب څخه لاس واخلي.

د سولې عالي شورا مطلقه غلامه شورا ده چې د امریکایانو په مرسته چلیږي. یو فیصد به هم کامیابه نه شي.
دغه شورا بل هیڅ کار نه کوي بیله دې چې د امریکایانو جاسوسي وکړي. دغه شورا باید لغوه شي.

د طالبانو او مجاهدینو تر شا د افغانستان مسلمان ملت ولاړ دی.

تر اوسه چې د سولې شورا څه کړي، د هغو نتیجه صفر دی..

اوسني کارکوونکي او منسوبین یې ټول د امریکا جاسوسان دي، د سولې مخالفین دي او د سولې سوداګران دي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د اریانا نیوز سره د معتصم اغا جان مهم ټکي / ویډیو

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...