د هند او افغانستان ترمنځ سیالۍ لومړۍ ورځ د هند پر نوم وه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند او افغانستان ترمنځ د تاریخي ټیسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ هند لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۳۴۷ منډې جوړې کړې.

دغه سیالۍ کې هند لوبډلې تر غرمې دمې پورې د شیکر دهاون په زړه پورې توپوهنې سره چټکې منډې جوړې کړې، او د هیڅ کوم لوبغاړي په سوځېدلو یې ۱۵۸ منډې جوړې کړې، په دې مهال کې شیکر دهاون سلیزه هم وهلې وه.

خو د غرمې دمې نه وروسته شیکر دهاون د محمد یامین په توپ په سلیپ کې کیچ اوټ شو، چې محمد یامین د ټیسټ په تاریخ کې یې خپله لومړۍ ویکټه ترلاسه کړه، بیا لوبه د باران او چای دمې له امله یو څه ځنډه شوه.

د چای له دمې وروسته د افغانستان توپ اچونکو خپله وړتیا وښودله، او د ورځې تر پای پورې یې د هند ۵ نور لوبغاړي وسوځول چې په پای کې يې د ۳۴۷ منډې په جوړولو ۶ لوبغاړي وسوځېدل.

په همدې ترتیب شیکر دهاون شپږم لوبغاړی شو چې په ټیسټ لوبه کې د چای له دمې وړاندې یې خپله سلیزه پوره کړه، نوموړي ۱۰۷ منډې جوړې کړې، همدا ډول مورلي ویجی ۱۰۵، کی ایل راهول ۵۴، چیتیشور پوجارا ۳۵ او اجینکی رهانې ۱۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا محمد یامین غوره توپ اچونه ترسره کړه او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، همدا ډول راشد خان، مجیب الرحمن او وفادار یوه یوه ویکټه واخیستله.

د یادونې وړ ده چې په لومړۍ ورځ افغان لوبغاړي روژه وو، او شاید د روژې تنده، لوږه او ستړیا یې هم د کمزورې توپ اچونې لامل وي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د هند او افغانستان ترمنځ سیالۍ لومړۍ ورځ د هند پر نوم وه

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...