د اوربند اعلان او تلپاتې سوله

ډاکټر عبدالقيوم مومند

د افغان حکومت لخوا د روژې لۀ اوه ويشتمې (۲۷) نيټې څخه د اختر تر پنځمې (۵) نيټې پورې د اوربند يو اړخيز اعلان او بيا د هغې پۀ ځواب کې د طالبانو د اسلامي تحريک لخوا د اختر پۀ دريوو (۳) ورځو کې د اوربند اعلان هغه نيک او د مننې څخه ډک سپڅلی ګام دی چې د افغان ولس د تود هرکلي سره مخ شوی. د دې موقتي اوربند څخه د ولس ملاتړ، هرکلی او خوښي دا پۀ ډاګه کوي چې ولس څومره سولې ته اړتيا لري. ولس څلويښت کاله کيږي چې د جنګ پۀ اور کې سوځيږي، کورونه يې ورانيږي، بچي يې مړه کيږي، او د هرې ورځې پۀ تيريدو سره هيواد وروسته پاتې کيږي.

سوله هم د افغان حکومت غوښتنه ده، هم د طالب غوښتنه ده او هم د امريکايي يرغلګرو. امريکايي يرغلګرو فکر کاوه چې طالبان يو وړوکی ټولګی خلک دي، د خلکو پۀ مينځ کې ريښې نۀ لري او د پرديو لخوا يو رامينځته شوی حرکت دی، نو ځکه به يې ډير ژر لۀ مينځه يوسي. دا غلطه پوهه دوی ته د وخت شمالي ټلوالې او د نظار شورا ورکړې وه. کله چې حامدکرزی د امريکايي پوځونو پۀ زور د کابل د جمهوري رياست پر منسب کښينول شو، نومړي د امريکايانو دا غلطه پوهه نوره هم قوي کړه او هغوی ته يې وويل چې طالبان بهرني ګوډاګيان وو او لۀ دې وروسته سر نشي پورته کولای. طالبانو د يرغل څخه وروسته پۀ لومړيو دوو کلونو کې مقاومت ونکړ. دې کار امريکايانو ته نور ډاډ هم ورکړ چې ګواکې طالبان په رښتيا سره لۀ مينځه ولاړل.

د حامدکرزي او محمداشرف غني د حکومتونو لخوا هم د سولې پۀ هکله ضد او نقيض خبرې، ويناوې او دريځونه څرګند شول. کله به طالبانو ته د مرورو ورڼو خطاب وشو او کله به هغوی دښمنان او پردي لاسپوڅي یاد شول. يوه ورځ به اعلان وشو چې افغان حکومت د طالبانو سره سوله غواړي، بله ورځ به اعلان وشو چې افغان پوځ به تر هغې پورې جنګ کوي ترڅو چې يې طالبانو ته ماتې نۀ وي ورکړې.

طالبانو هم د پنځلسو کلونو پۀ دوران کې بيلابيل دريځونه درلودل چې يو د بل سره پۀ تضاد کې وو. طالبانو فکر کاوه او لاهم فکر کوي چې امريکايي، نړيوالو، او افغان پوځونو ته به د جنګ پۀ ډګر کې ماتې ورکړې. امريکايان او بهرنيان به لۀ دې خاورې څخه وباسي او افغان حکومت به رانسکور کړې. پۀ دې کې شک نشته چې طالبانو د جنګ پۀ ډګر کې ځينې پرمختګونه ترلاسه کړي دي، مګر دومره هم نۀ دي چې د افغان حکومت به لۀ مينځه يوسي. دا چې طالبانو ولې او څنګه پرمختګ وکړ، يوې جلا څيړنې ته اړتيا لري چې پۀ راتلونکې کې به ترسره شي.

د يوې نيمې لسيزې جګړې، مرګ او ژوبلې څخه وروسته بلاخره افغان حکومت او طالبانو پۀ دې زوريدلي او کړيدلي ملت زړه وسوځاوه ترڅو د اختر ورځې او شپې پۀ سوله او ارامتيا کې تيرې کړي. د موقتي اوربند اعلان پۀ افغانستان کې د سولې د رامينځته کيدو لپاره هغه لومړنی ستر ګام بلل کيدای شي چې نورو پړاونو ته لار خلاصولای شي او د پرمختګ پر لور یې بوتللای شي، خو کۀ پۀ رښتيا سره اخلاص او د سولې غوښتنه وي. افغان ولس او نړيوال پۀ دې پوهيږي چې پۀ افغانستان کې سوله يواځې د خبرواترو لۀ لارې رامينځته کيدای شي او دا هغه وخت امکان لري چې متخاصمې خواوې پۀ دې پوه شي چې د چا سره څنګه خبرې وکړي. د اوربند موقتي اعلان کۀ لۀ یوې خوا يو ستر او نيک ګام دی او نوي امیدونه او غوښتنې يې راژوندۍ کړي دي لۀ بلې خوا مسئوليتونه او محدوديتونه هم لري.

د اوږودمهاله او تلپاتې سولې دپاره بايد افغان حکومت، طالبان او امريکايان د خپلو غيروعملي غوښتنو او دريځونو څخه تيرشي. افغان حکومت بايد پۀ خپلو دريځونو او پوځي پاليسيو لۀ سر نه فکر وکړي. داسې سوله نۀ راځي چې يوه ورځ د کابل حکومت طالبانو ته د سولې بلنه ورکوي او پۀ بله ورځ بيا وايي چې د طالبانو پرضد جګړه به ترهغې پورې دوام لري ترڅو چې طالبان د جګړې پۀ ډګر کې نۀ وي مات شوي. طالبان بايد د امريکايانو او نورو نړيوالو ځواکونو د وتلو پۀ هکله عميق فکر وکړي. پۀ دې کې شک نشته چې د بهرنيو پوځونو وتل د ټولو هيوادپالو افغانانو هيله ده، مګر دا ناشونې ده چې لومړی به امريکايان او نړيوال پوځونه لۀ افغانستان څخه وځي او بيا به دوی سوله کوي. دلته دوه خبرې ډيرې د پام وړ دي. لومړي، طالبان بايد پۀ دې ځانونه پوه کړي چې امريکايان ولې افغانستان ته راغلي. ايا پۀ رښتيا سره هم طالبان، بن لادن او القاعده مطرح وو او کۀ د امريکا ستراتيژيکې او اقتصادي ګټې پۀ افغانستان او سيمه کې مطرح وې؟ دويم، طالبان فکر کوي چئ کۀ چيري امريکايي او نور بهرني پوځونه د افغانستان څخه ووځي دوی به وکړای شي افغان حکومت ته ماتې ورکړي او قدرت به ترلاسه کړي. مګر واقيعت دا دی چې دا کار ناشونی دی. لومړی خو امريکايان نۀ ووځي او کۀ چيري وهم وتل نو طالبان به د افغان حکومت داسې پۀ اسانۍ سره مات نۀ کړي شي، لکه څنګه چې فکر کوي. د روسانو د وتلو څخه وروسته د نجيب حکومت څو کاله دوام وکړ او مجاهدينو کابل د خبرو او دوه اړخيزه موافقې پراساس ونيو، نۀ د جنګ پۀ زور.

امريکايان هم بايد د دې خوب او خيال څخه ووځي چې دوی به ګواکې طالبانو ته ماتې ورکړي. طالبان هيڅ وخت هم نشي ماتيدی، ځکه طالبانو پۀ ولسونو کې ريښې ځغلولي او پۀ پوځي لحاظ ترپخوا ډير پياوړي شوي دي. امريکايان بايد د طالبانو سره د جنګ او د طالبانو د زور پۀ حالت کې خبرې وکړي. امريکايان بايد نوره دا هڅه ونکړي چې لومړی طالبان کمزوري کړي او بيا وروسته ورسره خبرې وکړي. امريکايان باید د دې دريځ څخه هم پرشا شي چې لومړی بايد طالبان وسله کيږدي او بيا به ورسره خبرې کيږي. کۀ داسې کيدای نو پۀ دې پنځلسو(۱۵) کلونو کې به شوي وای. بله مهمه خبره داده، کله چې طالبانو وسله کښيښوده او د افغانستان او امريکا د سولې شرايط يې ومنل، نو نشت شول او د نشت سره هيڅوک هم خبرې نۀ کوي.

د تلپاتې او اوږودمهاله سولې دپاره اړينه ده چې د افغان حکومت او طالبان پۀ خپلو ذهنونو، فکرونو او کړو وړو کې بدلون راولي او د واک او قدرت د انحصار پۀ فکر کې نۀ اوسې. هيله منديم چې د افغان حکومت او طالبان د افغان ولس پۀ نوو تنکيو هيلو او غوښتنو د نااميدۍ څادر خور نۀ کړي. دواړه خواوې د ولس غوښتنو ته احترام وکړي. پۀ دې کړيدلي او زوريدلي ملت رحم وکړي او د يوې ريښتنې او تلپاتې سولې دپاره صادقانه ګامونه واخلې او دا هيواد او ولس لۀ دې ناورين څخه وباسي. ترڅو به وژل کيږو، ترڅو به مو کورونه ورانيږي، ترڅ به پۀ وينو کې لمبيږو، ترڅو به مو اولادونه بې تعليمه پاتې کيږي. کۀ روغه او سوله ونکړو نو ضرور به ورکيږو.

لوي څښتن عالم او لارښود دی.

سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۸ زيږديز کال د جون د مياشتې ۱۳

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د اوربند اعلان او تلپاتې سوله

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

په غزني بريد يې ولې پنجاب ته منسوب کړ؟

ليکوال: یاسر افغان د تېرې جمعې په شپه تنکيو ځوانانو ، چې ...