له مونګ مرور اختره

م، نجم الرحمن (فضلي)

څلور لسيزې له مونګ مرور اختره ستړی مشې، ته د معمول مطابق تل په خپله ټاکلې نيټه راتلې، دا چې په خوښيو، سرو لاسونو او نويو جامې مو نه لمانځلې دا زمونږ هغه مجبوري وه چې ستا ټولې خوښی يې رانه ترور کړې وې.

تا خو تل له ځان سره خوښی راوړې خو هغه مونګ يو چې ستا خوښی مو په غمونو بدلې کړې، که دا ځل مو ستا په لمانځه کې د تير په څير ستا خوشحالی وننګولې بيا د تل لپاره د خفه کيدو حق لرې.

له مونګ مرور اختره ! سبا به يې په خپلو سترګو ووينې چې دا ځل دې مونګ څنګه او په ډول لمانځو، که خدای تعالی ته منظوره وه سبا ورځ به دې نه يوازې څلويښت کلنه ګيله ختمه کړو بلکې له ټولې نړۍ به دې سترګې زمونګ خواته را کږې کړو.

له مونګ مرور اختره ! سبا ورځ دلته په لکونو کونډې د تير په څير هغه له غمونو ډک تور ټيکری نه پر سر کوي، او نه هغه د بې وسۍ، مجبورۍ او ناچارۍ له نښو ډک قميص اغوندي، بلکې د دې لپاره چې بيا له مونګ مرور نشې سبا ورځ دوی سره شالونه پر سر کوي، بخملي قميصونه به اغوندي، او هغه سپور لاسونه چې لسيزې يې نکريزې نه دي ليدلي په ډول ډول ګلانو رنګوي.

سبا ورځ دلته کونډې د تير په څير د سهار په چايو خپلو يتيمانو ته د ارمانجن او ځوانيمرګ پلار ارمانونه نه په زړه کوي، او نه د ورځې په اوږدو کې د خپل ژوند ملګري پاتې نښو ته اوښکې تويوي، بلکې سبا د خپلو سترګو له تورولو وروسته خپلو يتيمانو ته هم لکۍ دارې سترګې ور توروي.

له مونګ مرور اختره ! سبا ورځ دلته په ميليونو يتيمان د تير په څير په خپلو سپيرو ويښتانو ګردونه نه پريږدي، او نه د تير په څير له پيوندونو ډکې جامې اغوندي، او نه دوی د خپل کور ديوال ته ډډه وهلي لاس تر زنې کښيني، بلکې دا ځل دوی هم ستا لخوا په راوړل شويو خوشحاليو کې ځان د کلي له نورو ماشومانو او هلکانو کم نه ګڼي.

له مونګ مرور اختره ! سبا ورځ دلته په لکونو بورې ورارې ميندې په خپل لختې جګر پسې د آه او فرياد له امله درد نيولي سرونه د تير په څير په ريتاړو نه تړي، او نه د ځوانيمرګ زوی له ور پاتې شيانو سره خبرې کوي، او نه د هديرې پر لور د ځوانيمرګ زوی د جنازې وړلو صحنه ور په يادوي.

له مونګ مرور اختره ! سبا ورځ له هيواد د باندې مسافر هم د پخوا په شان غريو نيولي له يو بل سره مرور نه پاتې کيږي، دوی هم په هيواد کې د خپلو کورنيو د بې ساري خوشحاليو په ليدو له خپلو سترګو د خوشحالی اوښکې تويوي، او له خپلې کورنی سره په دې خوشحاليو کې د نه ګډون لاسونه مروړي.

په ګران هيواد افغانستان کې د تل پاتې سولې او اسلامي نظام په هيله

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: له مونګ مرور اختره

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

بهتر است در خانه بمانید و رأی ندهید، زیرا…!

سهیل صالحی انتخابات پارلمانی؛ واقعیتی که در شرایط کنونی خیلی ها به ...