د اردو عسکره!

وحيدالله هاشمي

نژدې درغلم او خبرې مو سره وشوې، ښه دې وپیژندلم چې زه څوک یم او د چا ملاتړ راسره دی؟
زه د خپل ولس او کلیوالو له منزه درغلم د کلیوالو او ولس سره مې نه په ژبه کې فرق و او نه په جامه کې.
په اردو ژبه نه غږېدم ساده پښتو مې ویله ، د کالیو او پرتوگ رنگ مې هم یو شی و، نادره دا وه چې تا هم د کلیوالو ژبه ویله ، خو د تا او کلیوالو د رنگ او خوند ترمنځ کافي توپیر ترسترګو کیدو، ته د اولس په څنګ کې نابلده ښکاریدي، ستا د مورچو ساخت او ترې راتاوې دریگونو بوجۍ او سیمونه هم ډېر نابلده وو، ستاسو د مورچو خوند داسې نه و، لکه زموژ د ولس د اتلانو د مورچو خوند او رنګ.
ستا په لاس کې ټوپک له امريکا څخه راغلی چې د امريکا پروژې زمونږ په پاکه خاوره کې پلي شي، او زما دغه زوړ زنګ وهلی له باباجانه راپاته ټوپک دې هم وليد، باباجان مې پر دې ټوپک روسان زغلولي، مور مې ننګولی یم چې د بابا جان ټوپک شته او زه هم ځوان يم، د هماغه پلید روسي په څېر پنځوسو نجسو صلیبیانو لښکرو خاوره او فضا اشغال کړې، نو راپاڅېدلی يم، دين او وطن ګټم او يو ځل بیا تاريخ جوړوم.
هغه ستاسو په پوسته کې له تور، سور او شين زرغون بیرغ سره په څنګ کې سور له ستوریو ډک بیرغ ته دې پام شته کنه، زما پر زاړه موټرسایکل چې کوم سپين بیرغ رپېده دا د تور پنجاب څخه نده راغلی، دا د احد، بدر حنین بیرغ ده چې حضرت رسول کریم ص به عمر رض، خالد رض، علي رض، زید بن ثابت رض ته ورکاوه، ترڅو د الله په ځمکه د الله ج دين پلي شي.
عسکرجانه که رښتيا ددې خاورې بچۍ يې، نو راځه زما کلي ته، نور د اشغالګرو په پوچو تبليغاتو مه دوکه کيږه، د ډوډی وعده هم ستا آفریده ګار کړې ده، مه وارخطا کېږه، الله به دې زړه مطمئن کړي، خوشالیانې به دې نصیب شي. خو ګوره هغه امريکایانو درکړې رېنجر او اِن فور درنه پاتې نشي حتما يې درسره راوړه، زمونږ سره اسلحې او امکانات ډېر کم دي.
د #هدایت په هيله

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

امریکا پر چین بندیزونه لګولي دي

امریکا له روسیې د پوځي الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتل ...