افغانستان نظر او تحلیل

د پروفیسر سیاف رسوایی

آصف الله آصفی

په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني اعلان وکړ چې د روزې له ۲۷ نه د اختر تر پایه پورې یې خپلو ځواکونو ته هدایت کړی څو د طالبانو پر وړاندې یو مخیز اوربند وکړي، په تعقیب یې طالبانو وویل چې د ولسمشر له اعلانه خبر شوی او مشرتابه به ډیر زر په دې اړه خپله پریکړه اعلان کړي، همغه و چې ډیر ژر د طالبانو د مشرتابه لخوا هم اعلان وشو چې د اختر په ۳ ورځو کې به اوربند مراعت کړي.
په دې اعلانانو سره په ګرد هیواد کې د خوښۍ زیري خپاره شول، عامو خلکو دغه اعلانونه په ټینګه استقبال کړل، همدا راز سیاسیونو هم دغه اعلانونه یو ډیر پر ځای اقدام وبلل، آن تر دې چي امریکایانو او ملګرو ملتونو هم ددې پریکړو تایید وکړ، تیره ورځ په ارزګان، میدان ښار، د ننګرهار په خوګیانیو ولسوالۍ کې طالبان په ډاډه زړه حکومتي سیمو ته داخل شول، د ملي اردو سرتیرو او پولیسو سره یې روغبړ وکړ او د اختر مبارکیانې سره تباده کړې.
خو په ډیر تاسف سره چې د الازهر شریف نه فارغ شوی ستر عالم!!! خو بې عمله عالم پروفیسر سیاف بیا یواځینۍ څیره وه چې پر دغه اوربند یې خپله ناخوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې طالبان باید بې قید او شرطه خپله وسله پر ځمکه کیږدي او حکومت ته تسلیم شي، او د دې حکومت او امریکایانو پر وړاندې نور جنګ او مقاومت یې حرام وګڼلو.
د سیاف په دې اعلان سره ټول هیوادوال هک پک او حیران شول، خو دا د حیرانتیا خبره ځکه نده چې د سیاف دا عمل د خدای تعالی د هغه آیت مصداق دی چی فرمایلي یی دی : لهم خزی في الدنیا و لهم في الآخرة عذاب الیم. یعنی دی منافقینو ته به الله تعالی په دنیا کې هم شرم ورپه برخه کوی او په آخرت کی به ورته دردناک عذاب وی.
د سیاف دا ډول څرګندونی اصلا هیوادوالو او نړیوالو ته د سیاف اصلي څیره بربنډیدل دی، سیاف تر دی پخوا هم څو ځله خدای تعالی په دې ته ورته څرګندونو شرم ورپه برخه کړی، چې د بیلګې په توګه به یې هغه څرګندونې لوستونکو ته ورپه زړه کړو چې په یوه غونډه کې یې د وینا پر مهال وویل چی د هټلر یوه خبره مې ډیره خوښه شوې او غواړم تاسې ته ووایم او هغه دا چې هټلر ویلي چې تر هغې منفورترین خلک مې نه دی موندلی چې ما سره یې د خپل هیواد په نیولو کې مرسته کړې.
حال دا چې سیاف د امریکا لخوا د افغانستان په نیولو کې تر ربانی او مسعود وروسته دریم ستر ځواک و چې د امریکا سره یې ملاتړ او مرسته وکړه او یو کروزین ډک ډالر یې واخیستل.
د سیاف له خولې دا ډول خبرې وتل نا مناسبه عمل او د افغانانو په زخمونو مالګه دوړول دي.

سرچینه: کابل ټکی کام