نظر او تحلیل

د پروفیسر سیاف رسوایی

آصف الله آصفي

په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني اعلان وکړ چې د روژې له ۲۷ نه د اختر تر پایه پورې یې خپلو ځواکونو ته هدایت کړی څو د طالبانو پر وړاندې یو اړخیز اوربند وکړي، په تعقیب یې طالبانو وویل چې د اشرف غني له اعلانه خبر شوي او مشرتابه به ډیر ژر په دې اړه خپله پریکړه اعلان کړي، همغه و چې ډیر ژر د طالبانو د مشرتابه لخوا هم اعلان وشو چې د اختر په ۳ ورځو کې به اوربند مراعت کړي.
په دې اعلانانو سره په ګرد هیواد کې د خوښۍ زیري خپاره شول، عامو خلکو دغه اعلانونه په ټینګه استقبال کړل، همدا راز سیاسیونو هم دغه اعلانونه یو ډیر پر ځای اقدام وباله، آن تر دې چي امریکایانو او ملګرو ملتونو هم د دې پریکړو تایید وکړ، تیره ورځ په ارزګان، میدان ښار، د ننګرهار په خوګیانیو ولسوالۍ کې طالبان په ډاډه زړه حکومتي سیمو ته داخل شول، د ملي اردو سرتیرو او پولیسو سره یې روغبړ وکړ او د اختر مبارکیانې  یې سره تباده کړې.

خو په ډیر تاسف سره چې د الازهر شریف نه فارغ شوی ستر عالم!!! خو بې عمله عالم پروفیسر سیاف بیا یواځینۍ څیره وه چې پر دغه اوربند یې خپله ناخوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې طالبان باید بې قید او شرطه خپله وسله پر ځمکه کیږدي او حکومت ته تسلیم شي، او د دی حکومت او امریکایانو پر وړاندې نور جنګ او مقاومت یې حرام وګڼلو.
د سیاف په دې اعلان سره ټول هیوادوال هک پک او حیران شول، خو دا د حیرانتیا خبره ځکه نده چې د سیاف دا عمل د خدای تعالی د هغه آیت مصداق دی چی فرمایلي یی دی : لهم خزیُ في الدنیا و لهم في الآخرة عذاب الیم. (یعنی دی منافقینو ته به الله تعالی په دنیا کې هم شرم ورپه برخه کوی او په آخرت کی به ورته دردناک عذاب وی. )
د سیاف دا ډول څرګندونی اصلاً هیوادوالو او نړیوالو ته د سیاف منفوره څیره بربنډیدل او رسوا کیدل دي، سیاف تر دی پخوا هم څو ځله خدای تعالی په دې ته ورته څرګندونو شرم ورپه برخه کړی، چې د بیلګې په توګه به یې هغه څرګندونې لوستونکو ته ورپه زړه کړو چې په یوه غونډه کې یې د وینا پر مهال وویل چی  د هټلر یوه خبره مې ډیره خوښه شوې او غواړم تاسې ته ووایم او هغه دا چې هټلر ویلي چې تر هغې منفورترین خلک مې نه دی موندلي چې ما سره یې د خپل هیواد په نیولو کې مرسته کړې.
حال دا چې سیاف د امریکا لخوا د افغانستان په نیولو کې تر رباني او مسعود وروسته دریم ستر ځواک و چې د امریکا سره یې ملاتړ او مرسته وکړه او یو کروزین ډک ډالر یې واخیستل.
د سیاف له خولې دا ډول خبرې وتل اصلاً د خدای تعالی لخوا د هغه د مزید شرمیدلو په هدف دي. او د آخرت دردناک عذاب خو لا وروسته دی.

سرچینه: کابل ټکی کام