دطالبانو اوربند ډیر څه ثابت کړه!

 

اجمل تاند

 

اول خو داچې دطالبانو نننۍ ویډیوګاني اوعکسونه د اردوعساکرو سره یوځای اخیستلو، په ډاګه کړه چې طالبان دافغان عسکرو سره هیڅ نوع مشکل نه لري ذاتا، او طالب خاص داشغالګر نړیوال صلیبی کفري ایتلاف سره جګړه /جهاد، کوي چې یرغل یې کړی ده ” ددې وطن دازادۍ لپاره.

دوهم! داخبره هم ثابته شوه چې بعضو خلګو به ویل چې طالب هیڅ اختیارات نه لري داد فنجاب جنګي پروژه ده، خو الحمدلله داده نن موږ اوتاسو ولیده چې په ټول افغانستان کې دطالب له لورې په حکومتی عسکرو یو ډز هم نده شوی، برعکس داختر خوشحالۍ یې یو ځای ورسره ولمانځلي، او حقیقت ټول دنیا ته روښان شو.

دریم! داخبره هم روښانه شوه چې طالب صلحي(ریښتني) ته ترهرچا ډیر لیوال دی،ځکه خو دحکومتي عسکرو سره په خندني کیف ولاړ او ورسره ستړې مشي کوي،

نو مطلب مې دادی چې! زموږ افغانانو لپاره مشکل همدې غربي کفارو جوړکړې ده، چې زموږ په هیواد یې ظالمانه یرغل اوتجاوز کړی دی، او دطالبانو په مقابل یې افغان عسکر په خپل څنګ کې درولی دي،

افغان عسکر باید داحقیقت درک او ومنی، چي ترڅو غربي اشغالګران ونوځي او په افغانستان کې یو شرعي نظام نافذ نه کړل شي، همداسې به دواړو لوریو ته افغانان وژل کیږي،او ددې لپاره هلې ځلې یې وجیبه ده.

دافغان عسکرو نه مو هېله هم داده چې نور دې دخپل ټوپک شپیلۍ په هغه چا(صلیبی کفارو) ور واړوي چې ۱۸ کلونه یې دخپل ورور (طالب) سره په دښمنې کې درولی ؤ. او دبدبختیو اصلي عاملین هم دا خارجین کفار وګڼل شي، دریښتني ازادۍ لپاره دطالب سره پر څنګ دصلیبي کفارو په وړاندي خپل قوت استعمال کړي، ترڅو ریښتني سولي او واقعي ازادې ترلاسه کړو!!!

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

امریکا پر چین بندیزونه لګولي دي

امریکا له روسیې د پوځي الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتل ...