اوربند او د طالبانو بریالی سياست!

لیکوال: عطاءالله مبارز

تیره اوونۍ د کابل ادارې مشر اشرف غني د طالبانو سره نهه ورځنی یو اړخیز اوربند اعلان کړ، که څه هم حکومت غوښتل په ياد ګام سره طالبان له سياسي تاوان او منزوي حالت سره مخ کړي؛ خو طالبانو یې هم په ځواب کې د یوې خپرپاڼي په خپرولو درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې نن د اختر له لومړۍ ورځې شروع او د اختر تر درېیمې ورځې به دوام وکړي.

طالبانو د اوربند په اعلان سره وښودله چې دوی هر وخت د افغان بحران د حل لپاره چمتو دي، خو په دې شرط چې ورسره د افغانستان ازادي بېرته اعاده شي او ناروا اشغال پای ومومي.

بل داچې طالبانو وکولای شول د اوربند په اعلان سره د ملت زړونه وګټی او په ملت کې خپل ژور نفوذ لاغښتلی کړي، او په دې مدبرانه سياست سره يې د هغو اجيرو رسنيو او تش په نامه مدني فعالانو خولې هم وګڼډلې چې هر وخت به روان جهاد په بين الافغاني جګړه تعبيراوه.

نن په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه او ویډیوګاني نشریږي چې طالبان او د کابل ادارې عسکر د یوبل تر واک لاندې سیمو ته ورغلي او اختر یې په ګډه لمانځلی، دا جوتوي چې د افغانانو تر منځ هيڅ مشکل نشته، مشکل او د جګړې لامل يوازې او یوازې د اشغالګرو شتون او د ګران هيواد اشغال دی.

طالبانو په دې اعلان سره د دښمن هغه ګنګوسې او افواهات هم دروغ ثابت کړل، چې هر وخت به یې د طالبانو په صفونو کې د درز او اختلاف په اړه مطرح کولې، او ثابته یې کړه چې په یواعلان سره په ټول افغانستان د طالبانو له لوري اوربند په ښه شکل نافذیږی، چې د صف په يووالی دلالت کوي.

رښتیا هم دا د بین الافغاني جوړجاړي لپاره یومثبت اقدام اوبیخي ښه فرصت ده، طالبانو لکه چې څنګه ژمنه کړي وه هماغسي یي وکړل، لسګونه نیول شوي عسکر یې خوشي کړل اوحکومتي عسکریې ترخپل واک لاندې سیمو ته خپلو کورنیو سره د ګډ اختر لمانځلو په موخه برېښودل.

د طالبانو لخوا اعلان شوی اوربند د کابل حکومت ته ښکاره پیغام له ځان سره لری، چې د طالبانو مقاومت د اشغالګرو په خلاف ده، که چیرې حکومتي عسکر د اشغالګرو ملاتړ پریږدي؛ نوهره ورځ به یې د نن په څېر له خوښيو ډکه وي.

عسکرو ته که پخوا تبلیغات کیدل چې د طالبانو اکثره جنګیالي بهرنیان دي او د نورو هیوادونو په اشاره د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي؛ نو اوس خوبه عسکرو ته معلومه شوې وی چې طالبان یې خپل افغاني وروڼه دي.

عام اولس ته هم ښه پیغام او زیری له ځان سره لري، چې طالبان هر وخت سولې او د افغان ملت هوساینې ته ژمن دي. لکه څنګه یې چې د اخترو په درې ورځوکې اوربند اعلان کړ هر وخت چې وغواړي دا کار کولی يې شي، خو د سولې او امن په مخ کې یوازینی خنډ د اشغالګرو موجوديت دی، چې د افغانستان ازادۍ، خوښۍ او امن يې يرغمل کړی دی، که بهرنيان د افغانستان اشغال پای ته ورسوي، هيواد ته مو بېرته امن او خوښۍ را ګرځي.

په پای کې له ټول مسلمان ملت څخه هيله کوم چې له دې فرصت څخه په ګټه په ټول هيواد کې د اشغال د پای ته رسېدو لپاره خپل غږ پورته کړي، چې دا لنډ مهاله سوله او خوښي مو په تلپاته خوښۍ او ورورولۍ بدله شي.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

د رایې ورکوونکو بایومتریک سیستم یو المانی شرکت تیاروي

د ټاکنو کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ...