نظر او تحلیل

څلویښت کاله د غمونو تودې اوښکې او د ۳ ورځو د خوښیو یخې اوښکې

آصف الله آصفي
جنګ او جګړو کې حلواګانې نه ویشل کیږي، حتما له ځانه سره بې شمیره ډول ډول غمونه او ویرونه راوړي، خلک وژل کیږی، ماشومان یتیمان کیږي، ښځې بورې او کونډې کیږي، روغ انسانان معیوب کیږي، کورونه کنډواله کیږي، خلک په کډوالۍ مجبور کیږي، کورونه کنډواله کیږي، تعلیم او تربیه له مینځه ځي، اقتصاد شړیږي، ټولنیزې اړیکې له سقوط سره مخ کیږي، مینه کمیږي، دښمنۍ وده مومي، دښمنان خوشحالیږي، او غریبې پرګنې مو پردیو ته په سوال مجبوریږي او بالآخره ملت په دنیا کې د غلامۍ او بالآخره د پوپنا کیدا خواته تهدیدیږي.
ومو لیدل چې د داود خان او د هغه د کور د ښځینه او تنکینو ماشومانو له قتل نه وروسته چې منفورو خلقیانو او پرچمیانو له تیغه تیر کړل نږدې ۴۰ کاله پوره شول، په دې ۴۰ کلونو کې مو له پورته یادو شویو ناخواله پرته نور هیڅ هم ونه لیدل، ۴۰ کاله نیمې پیړۍ ته نږدي کیږي، ملت مو نږدی نیمه پیړۍ په جنګ جګړو کې تیر کړل، دوه ملیونه انسانان مو ووژل شول، دوه ملیونه میرمنی مو کونډې شوي، او دوه ملیونه میندې مو بورې شوي او په اوسط ډول لس ملیونه ماشومان مو یتیمان شول، د هیواد نیمه ابادی مو کنډواله شوه، اقتصاد مو د صفر برابر شو، د تعلیم او تربیی کچه مو ټیټ ګراف ته کوزه شوه، نو چې په داسې یو حالت کې څوک نه ژاړي نو به بل څه وخت ژاړي؟؟؟
معلومه شوه چې پوره ۴۰ کاله مو سترګې له ژړا او فریاد نه سرې وې، پوره ۴۰ کاله مو ټول ملت په ویر کې تیر کړل، شپه او ورځ مو غمونه یو په بل پسې ولیدل، وزغمل او نور مو د صبر کاسه هم ډکه شوه.
څلویښت کاله مو د غم په ګرمو اوښکو تیر کړل، خو دادی د اسلامي امارت د ۳ ورځني اوربند مو د غم دغه ګرمې اوښکې د خوښئ په یخو اوښکو بدلې کړې، له پرون راهیسې ټول ملت د خوښئ یخې اوښکې تویوي، چې هر څوک د طالب او عکس یو ځای کیدل ویني، ګوري او یا خبریږي بې اختیار د خوښۍ یخې اوښکې يې له سترګو بهیږي.
لوی الله ته لاسونه لپه کوو چې زمونږ پاتې ټولې ورځې اوښکې نورې د خوښئ په یخو اوښکو بدلې شي. چې د دښمن ، غلیم، رقیب، حریف او منافقینو زړنه له غمه ترق وچوي.
لوی الله دی په افغانستان کې د پاکو مسلمانانو په پاکو لاسونو یو سوچه اسلامي نظام حاکم کړي، الله دی کفار او د هغوی دوستان هم په دنیا او هم په آخرت کې له شرم ذلت او رسوایۍ سره مخ کړي. آمین.

سرچینه: کابل ټکی کام