نظر او تحلیل

د میدان وردګو ولایت مرکز کوته عشرو مربوطاتو کې د طالبانو او افغان دولت په ګډه د اختر لمانځل

لیکوال: نثار احمد امرخیل

توجهُ

عسکره!

منم چې په جګړه کې ښکېل یو ورځ تر بلې مو مرګ ژوبله زیاتېږي

نړۍ ته جوته ده چې ټول یو افغان یو، د یوې خاورې بچیان یو.

زه دې نه وژنم پوهیږې ولې؟

ځکه چې ستا یتیمان او کونډې ماته راپاتېږي او زه به د ژوند تر پایه له دې دروند غم څخه رنځ وړم.

ته هم بل المثل ـ ـ ـ ـ ـ

ګوره افغان عسکره! راشه چې یو شو او خپل دښمن امریکا جمع ناټو له خپلې مقدسې خاورې وشړو او خپلو زورېدلو کړېدلو هیوادوالو ته تل پاتې د امن او سولې فضا برابره کړو.

په تا چې کله د ټوپک میل درتاو کړم پوهېږې چې څومره مې زړه درد کوي؟

څومره مې ستا د کورنۍ راتلونکي ته اندیښنه وي؟

څومره مې ستا واړه ماشومان د هغوی معصومې څېرې تر سترګو کېږي؟

څومره مې ستا زورېدلې کړېدلې مور رایادېږي چې ستا په انتظار وخت تېروي، شېبه په شېبه لاره څاري ترڅو یې نازولی زوی راشي چې تر هغه د ارام ساه واخلي د خوراک څښاک او راحت خوند وڅکي؟

څومره مې زړه کې له تا څخه ګیله راشي ـ ـ ـ ؟

زه مجبور یم ځکه الهي امر دی، والله باالله که زه د بل په فتوا تا وژنم، بلکې صریح ایتونه او احادث دي چې متعال رب موږ ته امر کړی تر څو داسې عمل [ جهاد ] ته ادامه ورکړم ـ ـ

خو خیر منم چې ته هم پوهېږې او زه هم پوهیږم چی لامل د دې بدبختیو نا امنیو او خپل وژنو څوک دي؟ راځه چې دا بدرنګه څېرې او ظالم لاسونه له هیواد څخه لرې کړو،

اشغال ختم کړو،

په خپلو کې به ښکلي شرعی نظام نافظ کړو، په قرآن به عمل وکړو، خپلواکي ته به کار وکړو، له نړۍ سره به سیالي وکړو، کرکې به لرې کړو، مینه به ورکړو، مرګ به ختم کړو یو بل ته به ژوند ورکړو، خوښي به وشیندو، یو بل ته به خدمت وکړو، یو بل به ومنو، تیر به هېر کړو،

نوی سولئیز ژوند به پیل کړو.

د یو راتلونکي آزاد، خپلواک، با امنه افغانستان په هیله.

سرچینه: محصلین