طالبانو د درې ورځني اوربند پای اعلان کړ

(نړۍ نیوز):

طالبانو له افغان حکومت سره د اختر درې ورځنی اوربند پای ته رسولی او خپلو جنگياليو ته يې امر کړی، چې پر افغان او بهرنيو ځواکونو خپلو بريدونو او چاودنو ته دوام ورکړي.

ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په يوه ويډيويي پيغام کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند بريالی او  هيله بښونکی بللی و او له طالبانو يې غوښتي و، چې د اوربند غځولو په اړه د حکومت وړانديز ته مثبت غبرگون وښيي.

ولسمشر په دغه ويډيويي پيغام کې له طالبانو سره شوی اوربند تر نامعلومې  مودې غځولی، خو طالبان وايي، چې د اوربند غځولو اسباب نه شته او ټينگار کوي، چې  تر څو بهرني پوځيان په افغانستان کې د اوربند غځولو غوښتنه نشي منلی.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شوي اوربند پر مهال د اختر په درې ورځو کې د هېواد له ډېرو برخو د پخوا پر خلاف د مرگونو پر ځای د خوښۍ خبرونه ترلاسه کېدل او د ولس له لوري هم د حکومت او طالبانو د اوربند تود هرکلی شوی دی.

په تېرو دوو ورځو کې يوازې پرون او نن د ننگرهار په روداتو او جلال اباد ښار کې دوو ځان مرگو بريدونو لسگونو خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې او د دغو بريدونو پړه داعش وسله‌والې  ډلې منلې وه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د هېوادوالو د خوښۍ او هوسا ژوند لپاره درې ورځنی اوربند اعلان کړی و او ټينگار يې کړی، چې دغه اوربند يې د حکومت په غبرگون کې نه، بلکې د خپلې پرېکړې له مخې يې کړی دی.

مجاهد زياتوي، چې دغه اوربند ټولې نړۍ ته روښانه کړه، چې طالبان يوه ډله ده او د خپل مشر په غوښتنه يې د ولس د خوښۍ او سوکالۍ لپاره درې ورځنی اوربند په بشپړه توگه عملي کړ او نن ماښام يې د اوربند د پای ته رسولو وروستی وخت وباله.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې خپلو جنگياليو ته امر کړی، چې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...