خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني نن ماښام  له یو شمېر  هېوادوالو سره  د اختر مبارکي وکړه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کابل ښار د دویمو مکروریانو یوه سیمهییز هوټل ته ورغی او یو شمېر هېوادوالو سره یې د اختر مبارکي وکړه.

کابل ښاریانو د هېواد جمهوررئیس سره په کتنه کې افغان وسله والو طالبانو سره د موقت اوربند د ملاتړ ترڅنګ وویل، د تلپاتې سولې او ثبات په خاطر د نظام ترڅنګ ولاړ یوو.

جمهوررئیس محمداشرف غني له اوربند څخه د خلکو د هراړخیز ملاتړ او هرکلي قدرداني وکړه وې ویل: سره له دې چې په تېرو دوه ورځو کې د هېواد دښمنانو په ننګرهار کې تروریستي بریدونه وکړل، خو ټولو افغانانو  له افغان وسله والو طالبانو سره د اوربند ملاتړ وکړ چې دا د افغانانو ترمنځ د ملي پخلاینې ممثله او بریالۍ تجربه وه

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ