د ارګ خبرپاڼه

د ملي امنیت شورا غونډې له افغان طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم تمدید کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې  نن مازیګر په ارګ کې له هر اړخيزو بحثونو وروسته له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم تمدید کړ.

لومړی دملي امنیت شورا په جلال اباد ښار کې نننۍ تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ دغه برید د افغانستان  پر خلکو او  سولې برید وباله. غونډې د درې ورځني اوربند د ارامې  فضا او کوچني اختر د نمانځنې لپاره د دولتي ځواکونو او خلکو تر څنګ د افغان طالبانو د حضور هرکلی  وکړ.

جمهوررئیس غني د هېواد له بېلابېلو اقشارو او دغه راز  بین المللي شریکانو څخه افغان طالبانو سره د حکومت د اوربند د ملاتړ  د قدرداني ترڅنګ وویل، درې ورځني اوربند دا په ډاګه کړه چې د افغانستان ملت د سولې تږی  او غوښتونکی دی.

په دې غونډه کې  د هېواد د بېلابېلو ولایتونو  د امنیتي مسایلو په اړه د مفصل بحث  ترڅنګ ټینګار وشو چې په ټولو ولایتونو کې امنیتي تدابېر  وجود لري او همدارنګه امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي د هر ډول تعرض پر وړاندې د وطن دفاع وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

جمهوررئیس غني: بین المللي شریکانو ته مې پیغام دادی چې اوس د افغانستان نوی نسل، رهبران او مدیران ستاسې شریکان دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د څارنې او ...