د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني او مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي اختر مبارکي وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي کور ته ورغی او له نوموړي سره یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وکړه.

دوی د صمیمت په فضا کې د هېواد پر روانو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې. حامد کرزي په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د جمهوررئیس غني اوربند یو ښه نوښت وباله او د افغانستان ملت ته یې د هغه مبارکي وویله.

هغه زیاته کړه،  د ټولو اقشارو دنده ده چې د دایمې او پایداره سولې په خاطر د سولې پروسې او د جمهوررئیس محمداشرف غني د دې اقدام هراړخیز ملاتړ وکړي.  

د افغانستان اسلامي د جمهورریت جمهوررئیس د هېواد د مخکېني جمهوررئیس د لیدلوري او دغه راز د سولې پروسې او اوربند څخه د خلکو د هرکلي او ملاتړ  مننه او قدرداني وکړه. دواړو لورو له جګړو او ستونزو څخه د خوندي افغانستان لپاره خوشبیني وښوده.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

هند افغانستان سره د (زر) بسونو د ورکړې او بيلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹) افغان چارواکي وايي، هند له افغانستان ...