نظر او تحلیل

اې د ملي اوردو سربازه ..!

صفي الله رائد

پوهېږم د اوربند له څو شېبواو شپو دې ښه خوند واخیست.

هو، د اختر ورځې دې هم له خپلو طالبانو ورونو سره له ډاډ، اطمنان او سکون سربېره ښې خوندورې وې.

 سربازه!

دا دی اوس خو مو خپل دکلي طالب پخپله له نېږدې ولید؟!

اوس خو مو د طالب کمال، جمال او ښکلا له نېږدې ولیده؟!!

هو! اوس خو مو  د طالب جان هغه مینه او وفا ولیده چې د کومې یې خپل ولس سره وعده کړې وه.

ومو لید؟!

طالب ورور دې څومره ښکلی و ..!!

اې هغه څومره پاک و، څومره سپېڅلی وو!!!

اې د ملي اوردو سربازه طالب دې همدې کور کلي و او کنه؟!

طالب د همدې خاورې زلمی وو او کنه؟!! طالب د همدې خاورې بچی و او که نه؟!!!

رښتیا به وایې لکه څنګه چې تاسوته خپلو اشغالګرو بادارانو لارښوونه کړې ( آیا طالب په رښتیا دهشتګر و؟!!

آیا رښتیا پردی و؟!!

آیا په رښتیا پنجابی وو؟؟؟

نه هېڅکله نه ..!!!

سربازه، ومې لیدې!

 چې له تنکي طالب جان دې سترګې ناوړېدې، د خپل کليوال طالب پر دنګې ځوانۍ دې سترګې ښخې وې، داسې لکه: یو څوک چې داختر پر ماښام په بېړه، بېړه  سپوږمۍ لټوي.

اې ودې لیده؟!!

د طالب په اننګیو کې څومره د خپلواکۍ وینه خوټېده؟!!

په  سترګو کې یې  څومره د خپلواکۍ درد او احساس وو؟!!

عسکر جانه!

رښتیا ووایه څه یې ویل؟ (څومره یې له ازادۍ سره مینه وه؟

څومره یې له بلواکۍ کرکه او خپلواکي سره  مینه وه؟)

 پوهېږم په ډېرڅه به پوه شوی او په ډېرو به پښېمانه یې.

هو خود!  چې هغه هم افغان او ته هم د افغانستان یې، هغه هم مؤمن او ته هم مسلمان یې او بیا هم …!!!

او بیا هم ته د پردیو په لمسون او فقط د یو څو ډالرو په بدل کې  دبل په اشاره خپل طالب جان ورور وژنې !!!

اخر ولې ..؟!!!

په کومه ګناه او په کومه خطا؟!!

بس په همدې چې قرآن یې پر سینه کې ځای کړی او همدا قرآن عظیم الشان  په کور کلي او خاوره کې عملي کول غواړي؟!!!

بس چې دایې مرام او همدا یې ارمان دی ته یې وژنې؟!!

په همدې ګناه چې هغه پردی او بهرنی  دلته نه پرېږدي او نه یې زغملای شي؟!!

   په همدې خطا چې هغه سپین سوچه نظام غواړي؟!!

په همدې ګناه چې هغه الهي فرمان غواړي؟!!

نه ګرانه! لږ خپل ګریوان کې سر ټيټ کړه، لږ فکر وکړه؛ ځکه په حقیقت کې دغه د ټول ولس او ټول هیواد ارمان دی.

دغه ستا د کور او کورنۍ مرام دی.

اې زما لارورکیه سربازه!!!

لاهم وخت دی،  لاهم وخت شته، خپلې لارې ته بدلون ورکړه، خپل هدف دې دا نه دی خپل مسیر تغیر کړه، راځه!!!

د خپل ولس بچی شه او دخپل ولس په ګټه ولوبېږه د خپل دین او قرآن لپاره وجنګېږه!!

ولس ته زړه ورکړه او په اسلام سر ورکړه!!!

هو!  نن طالب ولس ته وښوده چې دا هرڅه ستا لپاره، دا دومره بې سارې قربانۍ مو هم ستا د دین، عزت ناموس د ساتنې په پار.

او دا دی  اوربند مو هم ستا پر شونډو د موسکا اوخندا لیدلو په خاطر خاص تاسوته ډالۍ کړ.

 هو! طالب نړۍ ته هم وښوده چې له خپل ګران ولس سره روانه  مینه او وینه مو په هیواد کې  د تل پاتې آزادۍ اوخپلواکۍ لپاره ده.

نو اې زما د خاورې لارورکیه سربازه!

راځه  نور خپل مسیر بدل کړه!

راځه نور د اشغال لمنه پرېږده،  نور نو د خپل دښمن مخ ته ډال مه جوړېږه!!!

راځه چې له خپل ولس سره په ګډه د اشغال د پای لارې چارې ولټوو!!!

 تر څو مو په ګران هیواد کې دایمي سوله راشي او هیواد وال مو نور په خپله خاوره خپل ژوند په خپل اختیار تېر کړي.

د یو تلپاتې ازادۍ او اسلامي نظام په هیله

سرچینه: کابل ټکی کام