ایاکندهار دافغانستان ولایت دی او که نه؟

سیدحبیب الرحمن امام

لکه موږ اوتاسي چې ولیدل دطرفینو څو ورځنی اوربندته دا زوریدلي ملت ډیر زیات خوشحاله وو اودا اختر یې دا مختصر غوندي اوربندته زیاته خوشحالي وکړه اوډیر ښه یې ولمانځی دافغانستان په ګوټ ګوټ کی ملی اردو اوطالبانو د اختر مبارکي سره ورکړه اویوځای یې لمونځونه اداء کړه اختریې یوځای ولمانځی بعضي والیانو قمندانانو اونورو حکومتي چارواکو دسپین بیرغ لاندي خلګ راټول کړي وه اود طالبانوسره یې روغبړونه وکړه یایې یوځای چاي ورسره وڅښلي خو یوکندهار داسې ولایت وو چې هیڅ هم نه وشول دا جوته شول چې دکندهار د ولس سره یو ډیر لوي ظلم روان دي ځکه هلته کرزیان څوک خپل سرته نه پریږدي اوهلته داشرف غنی هم اختیار نه چلیږي خوکرزی نه ملامتوم ځکه هغه دکلمي هغه دښمن دی چې په قطر کې دکلمي بیرغ بد په لګیدي چې پردی هیوادونو دا به دته چیري خوند ورکوي چې په کندهار کې دي دکلمي بیرغ ورته ورپیږي کندهار خو دکرزیانو په ټیکه اخستل شوي دي لکه دوي چې ډیر خدمت ورته کړی وي دا به چیري ددوي وجدان قبول کړي چې په کندهار کې دي دسولي او امن فضاء رامنځته شي ځکه بیابه ددوی دبدبه ددامظلومو کندهاریانو دسرڅخه پورته شي اوبل داټولو افغانانوته معلومه شوه چې دکندهار حکومت یو بداخلاقه یومتعصب حکومت دي او هلته اوس هم کرزیان په سر داقتداردي هلته داشرف غني حکومت نشته اوداسې یې ورته معلومه کړه لکه کندهار چې دافغانستان ولایت نوي او دا په دې دلالت کوي چې طالبان خو به دحکومت سره سوله وکړي نو دکندهار دحکومت سره یا دټلوالي سره به بیا جلا سوله کوي لکه مخته چې طالبانو ویلي وه نو باید داشرف غنی څخه داغوښتنه وشي چې دی لمړی خپل ټول خلګ په لاس کې ونیسي اود امر تابع یې کړي بیا دي دسټیج څخه دسولي ږغ وکړي.

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

سپينې ماڼۍ له ‌‌طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو امر کړی دی

مجيب مشعل او اېرک سکميت – نيويارک ټايمز/ ژباړن: نورالحق حيدر د ...