اشرف غني اعلان شوی اوربند۱۰ ورځې نور هم تمدید کړ

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۷)

 

په داسې حال کې چې طالبانو خپل درۍ ورځني اوربند د پای خبر ورکړی ، ارګ اعلان کړی چې نن د ډاکټر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا له وسلوالو طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم تمدید کړ.
غني ویلي؛ د طالبانو درې ورځني اوربند دا په ډاګه کړه چې د افغانستان ملت د سولې تږی او غوښتونکی دی.
طالبانو له ولسونو سره په خپلو ټولو غونډو او رسمي اعلامیو کې ټینګار کړی چې د دوی مبارزه د بهرنیو ځواکونو پر ضد ده او تر هغو خپلو جګړو ته دوام ورکوي تر څو چې بهرني پوځونه په یومخیزه توګه له هیواده نه وي وتلي، هغوی له افغان ځواکونو غوښتي چې د بهرنیانو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي.
طالبان ټینګار کوي، تر هغو چې د روانې جګړې اصلي لوری (امریکا) ورسره مخامخ خبرو ته اماده نه شي، له بې صلاحیته جهتونو سره به د خبرو په نوم وخت ضایع نه کړي.
اشرف غني تیره ورځ یې په خپله اعلامیه کې روښانه کړه چې د خبرو پر مهال به د بهرنیو پوځیانو په برخلیک هم خبرې وکړي، خو د طالبانو او بهرنیانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو په تړاو، چې د طالبانو مهم شرط هم دی، څه ونه ویل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا تائید کړې چې د طالبانو او حکومت تر منځ به په ګډو مذاکراتو کې ګډون کوي خو دا یې واضحه کړې چې دوی به یواځې د څارونکي په توګه برخه ولري.
د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وایي؛ طالبان ګډ حکومت بې واکه او د امریکایي سفارت لاسپوڅي اداره بولي او ټینګار یې دا دی چې باید د روانې معضلې د اصلي اړخ سره چې امریکا ده، مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو هم نن په یوه اعلامیه کې پر امریکایانو ژغ کړی چې وخت دې نه ضایع کوي او له دوی سره دې مخامخ مذاکراتو ته ځان چمتو کړي.
“امریکايي اشغالګر جهت نور باید حقائق درک او ومني، له بې ځایه سرتمبګۍ څخه دي لاس واخلي، د روانې معضلې د هواري لپاره دې مخامخ له اسلامي امارت سره د دیالوګ لاره  غوره کړي اوخپل اشغالګر ځواکونه دي له افغانستان څخه وباسي. “

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...