افغانستان

طالبانو د درې ورځني اوربند د ختمېدو اعلان وکړ.

(طالب نیوز):

taliban-flag1

طالبانو د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي چې درې ورځنی اوربند پای ته رسېدلی دی او نور باید طالب سرتیري خپلو سنګرونو ته ستانه شي .

دا په داسي حال کې ده چې پر ځینو رسنیو داسي راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګنې یاد اوربند به تمدید کړل شي.

که څه هم د حکومت لخوا دغه اوربند تر نامعلومې نېټې وغځول شو خو طالبان وایي نور اوربند ختم شوی دی او دوی به د بهرنیو اشغالګرو او د هغوئ د ملاتړو کورنیو امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو او عملیاتو ته ادامه ورکړي.

د طالبانو په رسمي اعلامیه کې راغلي : د دې لپاره چې هېوادوال مو د اختر مراسم په ښه او آسانه توګه تر سره کړي، اسلامي امارت په ټول هیواد کې د ۳ ورځو لپاره اوربند اعلان او په بریالیتوب سره پلی کړ، دا اوربند د کابل ادارې د اوربند په مقابل کې نه و، بلکې د ولس د هوسایۍ په خاطر اعلان شوی، چې نن ماښام یاد اوربند پای ته رسیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې مجاهدین به نور د پخوا په څېر خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

طالبانو د اوربند له ښه پلي کېدلو څخه هم خوښي ښودلې او په اعلامیه کې یې ویلي دی :

په تیرو دریو ورځو کې  اوربند په ښه توګه تطبیق شو او دا خبره ثابته شوه چې اسلامي امارت د روان جهاد او مبارزې واک او قوت په اختیار کې لري، هیڅ بهرنی لاس نشته ورسره، صف يې متحد او یو موټی دی، چې د اوربند په څیر مهمو موضوعاتو په اړه هم پریکړه کولی او عملي کولای شي.

طالبانو په اعلامیه کې هغه اوازې هم رد کړی چې ګنې دوئ مذاکرات پیل کړي دی.

په اعلامیه کې راغلي دی : ټول هیوادوال او مجاهدین دې خبر وي چې د کابل له ادارې سره هیڅ راز ښکاره او پټ مذاکرات جریان نه لري، په دې اړه چې مخالف لوری څومره بې اساسه تبلیغات او د عامه اذهانو د تیر ایستلو هڅه کوي، هغه نور هم روان بحران پیچلی کوي او د سولې په اړه د ګټې په ځای تاوان کوي.

د یادونې وړ ده چې د حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند د ولس لخوا په پراخه کچه استقبال کړل شو او په ویاړ یې په ټولو ولایتونو کې سترې سترې غونډې ترسره شوې.

Tags