طالبان: د افغانستان امن د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې تړلی

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(یکشنبه، ۲۷ غبرګولی ۱۳۹۷) طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې له نن ماښام وروسته یې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند پای ته رسیدلی.
طالبانو ویلی چې درې ورځنی اوربند مو د کابل ادارې د اوربند په مقابل کې نه بلکې چې هیوادوالو مو د اختر مراسم به ښه او اسانه توګه تر سره کړي.
اعلامیه کې راغلي ‹‹نور په ټول هیواد کې مجاهدینو ته امر کیږي چې د بهرنیو اشغالګرو او د هغوی د کورنیو ګوډاګیانو په ضد د په پخوا په شان خپلو عملیاتو ته دوام ور کړي››.
طالبانو د تیر درې ورځني اوربند په اړه ویلي چې اوربند یې دا وښودله چې د روانې مبارزې واک او قوت په اختیار کې لري او صف یې یو دی.
همدا راز طالبانو ویلي چې دولتی خلکو ته یې د مجاهدینو د پیژندلو ښه فرصت ورکړ تر څو طالبان وپیژني او د بهرنیو له ملاتړ څخه لاس واخلي او په ټول هېواد د اسلامي نظام اقامې ته لاره پرانستل شي.
د طالبانو اعلامیه کې راغلي حکومت تل دعوه کړې چې له دوی سره شل ډلې جګړه کوي او طالبان متحد نه دي په څو ګلو ویشل شوي، خو اوربند یې د نورو ډلو نه شتون او د دوی یو والی ښه په ډاګه کړلو.
طالبانو ویلي چې د اوربند په ورځو کې د ولس پراخ ملاتړ داخبره ښکاره کړه چې د طالبانو او ولس داعیه یوه ده، ټول د بهرني اشغالګرو  وتل او د اسلامي نظام اقامه غواړي.
اعلامیه کې راغلي چې د دوی هدف شرعي نظام دی چې کله به هم پرې معامله ونکړي، او امریکایان دې دا ومني چې د افغانستان امن د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې تړلی.
د اعلامیې په پای کې د طالبانو سره د پټو خبرو په اړه راغلي چې مخالف لوری بي اساسه تبلیغات او دعامه اذهانو د تیر ایستلو هڅه کوي، ولس دې خبر وي هیڅ ډول پټې خبرې شتون نلري، بلکې پټې خبرې د سولې په اړه د ګټي په ځای تاوان کوي.

x

Check Also

کندز: ګډو ځواکونو لسګونه هیوادوال وژلي دي

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۴/۲۸- د ملکیانو بمبارولو په لړ کې دا ...