نظر او تحلیل

د کتاب معرفي: «په هېواد كې د پردۍ جګړې څلورم پړاو»

ف، فايض

دا زموږ د منلي ليكوال ښاغلي محمد زبير شفيقي نوى تحليلي – څېړنيز اثر دى چې تازه له چاپه راوتى دى او لكه څرنګه يې چې له نامه څرګندېږي د روانې جګړې او خصوصاً د جګړې د څلورم پړاو په اړه يې په زړه پورې مستند تحليل كړى دى. ښاغلى شفيقي دا جګړه پردۍ جګړه بولي او حقيقت هم همدا دى. دا جګړه پر ګران هېواد د وحشي روسانو له يرغله را نيولې بيا د امريكا او ناټو او تر څنګ يې د ګاونډيانو او سيمې د يو شمېر هېوادو تر مستقيمې او نامستقيمې جګړې پورې بهرنۍ جګړه ده. په دې بهير كې كه وژل كېږي افغانان؛ خو اهداف په كې د نورو ترسره كېږي. ايكاش د جنګ هغه لوري چې په حقيقت كې د نورو د ګټو له پاره جنګېږي، پر دې لږ فكر وكړي چې دا موږ د كوم هدف له پاره جنګېږو او زموږ د جنګ ګټه د چا په ځولۍ كې لوېږي.

ښاغلي شفيقي چې په ياد كتاب كې پر كومو موضوعاتو بحث كړى دى هغه په لاندې ډول دي:

لومړى څپركى

نوى حكومت

په هېواد كې د پردۍ جګړې نوى پړاو

انتخابات ولې بدنام شول؟

ګام پر ګام د زوال پر لور

د حكومت خپلمنځي لانجې

د تقنيني ارګانونو او حكومت ترمنځ لانجې

د جنرال دوستم بدنامه لانجه

د بدمرغيو پر لور يو بل ګام؛ د ملېشو جوړول

د حكومت د نړيوالو دوستانو سوغات؛ بمباري، ملكي مرګ ژوبله

ايا امريكا او افغانستان شريكې موخې او ګټې لري؟

دويم څپركى

په نوي پړاو كې طالبان او داعش؛ طالبان په كوم لور روان دي؟

داعش او د خراسان ولايت رسمي اعلان

درېيم څپركى

د پردۍ جګړې د دوام پايلې

جګړه ولې اوږده شوه؟

د ټرمپ نوې ستراتېژي څه پايلې درلوداى شي؟

څلورم څپركى

ډيورنډ؛ ښكاره مخالفتونه پټې معاملې

پنځم څپركى

له بحران نه د وتلو لارې

عنعنوي لويه جرګه

وروستۍ خبره

مأخذونه

دا كتاب لكه د مطالبو په فهرست كې چې معرفي شول پر پنځو څپركو مشتمل دى او په ۲۲۳ مخونو كې چاپ شوى دى. دا كتاب د دې تر څنګ چې يو ژور او پر واقعيتونو ولاړ تحليل لري، ورسره ورسره خپله هغه همېشنۍ ادبي خوږلني هم لري چې همېشه د ښاغلي شفيقي له پياوړي قلم سره مله ده. دا هغه خصوصيت دى چې د ښاغلي شفيقي هم په ژباړو او هم ليكنو كې تر سترګو كېږي، همدا عمده خصوصيت دى چې د ښاغلي شفيقي د ژباړو او ليكنو شايقين يې زيات كړي دي. ښاغلي شفيقي د اردو ژبې د نوميالي ناول ليكونكي ارواښاد نسيم حجازي ډېرى ناولونو په ډېرو خوږو ادبياتو پښتو ته را ژباړلي دي او په حقيقت كې يې پر پښتو ژبه او ادبياتو يو لوى احسان كړى دى. د دې ناولونو عمده خصوصيت دا دى چې د اسلامي تاريخ ډېر مهم كركترونه او پېښې يې د ناول په چوكاټ كې اچولي دي چې لوستونكي يې په ډېره مينه او خوند خوند لولي او خصوصاً زموږ ځوان نسل له خپل اسلامي تاريخ سره اشنا كوي؛ نو پر دې اساس د ښاغلي شفيقي دغه زيار او ابتكار نوموړى د پښتو ژباړنانو په لومړي كتار كې دروي او زه فكر كوم، كوم كار چې په دې برخه كې ښاغلي شفيقي كړى، هغه به بل پښتو ژباړن نه وي كړى؛ ځكه هغه په منظمه او مسلسله توګه دې كار ته اوږه وركړه.

ښاغلي شفيقي پر يادو ناولونو سربېره يو شمېر نور مهم كتابونه چې سړى ورته استخباراتي كتابونه ويلاى شي، هم پښتو ژبې ته را ژباړلي دي چې دا كتابونه په خپل وار پښتو لوستونكو او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته ضرور دي. موږ دې ته ډېر ضرورت لرو چې زموږ ولس خصوصاً ځوانان پر دې پوه شي چې د نړۍ د لويو هېوادو په شمول د ګاونډ او سيمې هېوادو زموږ د هېواد پر خلاف كومه لوبه روانه كړې ده او د پردې تر شا حقايق څه دي؛ د بېلګې په توګه پرون روسانو زموږ پر هېواد يرغل وكړ چې په دې كار سره يې ټول نړيوال نافذ قوانين تر پښو لاندې كړل؛ خو تر څنګ يې يو شمېر افغانان پرته له دې چې ځانونه د روسانو په استعماري اهدافو پوه كړي د هغوى په ركاب كې منډې وهلې، حتى هغه ببرك كارمل چې د روسانو پر ټانكونو سپور افغانستان ته راستون شو، هم يو وخت دې اعتراف ته اړ شو چې موږ د ساړه جنګ قرباني شوو. هغه نجيب هم چې خپل د خاد رياست په دوران كې يې د ډېرو افغانانو وينې وبهولې بالاخره كه څه هم په منافقانه توګه خو يوه شاګرځ ته اړ شو، د خلق دموكراتيك ګوند نوم يې په وطن ګوند واړاوه، د ملي روغې جوړې اعلان يې وكړ خو دا ګامونه هغه مهال واخستل شول چې روسانو ورته وويل چې اشنا ګله! موږ نور په افغانستان كې پاتې كېدونكي نه يو؛ ځكه روسانو دلته پيل كړې لوبه په مكمله توګه بايللې وه او بله لار ورته نه وه پاتې.

متأسفانه د روسانو تر ماتې او له افغانستانه تر وتلو وروسته د روسانو تش ځاى زموږ يو شمېر ګاونډيانو او لويديز بلاك ډك كړ. څومره غميزې چې د ۱۳۵۸ كال د جدي پر شپږويشتمه د روسانو وحشيانه تجاوز افغان ولس ته وزېږولې، هغومره غميزې د ۲۰۰۱ د اكتوبر پر اوومه د وحشي امريكا په مشرۍ د لويديز بلاك تجاوز وزېږولې، معلومه نه ده په افغانستان كې د لويديز بلاك نامقدس او مغرضانه حضور به چې زموږ په هېواد كې د روان جنګ يوه عمده لامل دى تر كومه دوام كوي؛ څومره نور افغانان په وژل كېږي او څومره نور كورونه به ورانېږي او څومره كورنۍ به د غم پر ټغره كښېنول كېږي، همدا نامقدس حضور دى چې دلته:

كه څه هم روسان په افغانستان كې مات شول، خپله هغه امپراتوري يې چې د پېړيو په اوږدو كې يې جوړه كړې وه له لاسه وركړه، د كمونيزم انقلابي ايډيالوژۍ يې سر وخوړ؛ خو نن خصوصاً زموږ ولس ته د هغې دورې پر تاريخ پوهېدل ضرور دي او پر ټولو هغو انګېزو او عواملو پوهېدل په كار دي چې هغسې لوى ناورين يې رامنځته كړ؛ خو نن د امريكا پر استعماري اهدافو پوهېدل هم تر هغې زيات ضرور دي.

د ښاغلي شفيقي دغه وروستنى كتاب چې زه پرې غږېږم موږ ته د امنيتي تړون له لاسليكه تر دا ننه پورې د وحشتونو داستان بيانوي. دا داستان ډېر تراژيك دى؛ خو ضرور ده چې افغان ولس پرې پوه شي، چې:

  • امريكا دلته د څه له پاره راغلې ده؟
  • تر شا يې كوم استعماري اهداف پراته دي؟
  • امريكا به د څومره مودې له پاره دلته اړولي وي؟
  • امريكا ولې د يوه بلواكه افغان حكومت په وسيله پر افغانانو امنيتي تړون تحميل كړ او په اصطلاح خپل حضور ته يې په دې وسيله مشروعيت ور وباښه.
  • سره له دې چې د امريكا او افغان حكومت، ناټو او افغان حكومت ترمنځ امنيتي تړونونه لاسليك شول؛ خو جنګ ختم نه شو او نه ختمېږي.
  • په افغانستان كې د جنګ د تداوم اصلي عوامل څه دي، زموږ ګاونډيانو او د هغوى لويديزو مرستندويانو په دې اړه د هغوى په ګټه او افغان ولس په زيان كوم رول ولوباوه او لا يې هم لوبوي.

دا او دې ته ورته پوښتنې ګران لوستونكي د ښاغلي شفيقي په همدې اثر كې ګوري او معقول او مستند ځوابونه يې ترلاسه كولاى شي.

نو زه ګران لوستونكي او خصوصاً ځوانان د دې ډېر ښه اثر لوستلو ته را بولم. روان حالات داسې دي چې بايد موږ يې په پټو سترګو تعقيب نه كړو؛ بلكې دا هر څه په غړېدلو سترګو وګورو. راځئ وګورو چې ښاغلي شفيقي زموږ مخې ته د حالاتو او حقايقو تصوير په څومره استاذانه توګه ږدي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه