د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د هالند د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې د موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې او د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر جمهوررئیس ته طالبانو سره د اوربند مبارکي ورکړه او د افغانانو په مالکیت یې د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د هېواد جمهوررئیس افغانستان سره د هالنډ له مرستو او د سولې پروسې څخه د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او د دې تر څنګ یې په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په ځانګړي ډول په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اهمیت خبرې وکړې.

 ورپسې د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر جمهور رئیس غني ته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې د خپل هېواد او اروپایي ټولنې د همکاریو ډاډ ورکړ.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

ملي تدارکاتو کمېسیون د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه وارزول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو ...