نظر او تحلیل

دولتي ځواکونو ته د طالبانو عمومي بښنه د نجات یو غوره فرصت

شاهد (غزنیوال)

د روان کال  د ثور د میاشتې په  ۲۸  نیټه  طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په صادرولو سره ټولو دولتي ځواکونو ته د هغوی د وسلې غورځولو په مقابل کې د عمومي بښنې اعلان وکړ.

دا اعلان په داسې مهال کې خپور شو چې تر بل هروخت زیات د ملي اردو او نور دولتي ځواکونه د طالبانو په مخامخ بریدونو کې ډیر ووژل شول.

د غیر دولتي رسنیو په حواله د الخندق عملیاتو له پیله د دغې اعلامیې تر نشر پوري یې چې یوه میاشت لا نه وه پوره شوې تر ۱۰۰۰ زیات دولتي عسکر د طالبانو په بریدونو کې مړه او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.

د ګډ حکومت  فاسد چارواکي د دې په ځای چې د خپلو امنیتي سرتیرو د ژوند ژغورلو په لټه کې شي  د خپل فاسد واک د بقاء لپاره په خپل منځي اختلافاتو مصروف دي.

امریکایان چې د وروستیو رپوټونو په حواله یې د اپریل په میاشت کې تر ۵۰۰ زیات بمونه پر افغانستان غورځولي همدا میاشت د کابل حکومت لپاره تر ټولو خونړي او له تلفاتو ډکه میاشت وه.

د طالبانو لخوا د ولسوالیو او سیمو د نیولو تسلسل په همدې میاشت کې پیل شو او د امنیتي ځواکونو ډیری تلفات هم په دې میاشت کې هغوی ته واوښتل.

د دې ترڅنګ امریکايي درنو بمباریو د ولسی خلګو تلفات هم اضافه کړي.

امریکیان په دې پوهیږي چې د دوي ړندې بمبارۍ او په ځینو سیمو کې پرولسي خلګو د دوی شپني عملیات لا په افغانستان کې د نا امني لامل کیږي، خو هغوی دا هرڅه د جګړې جاري ساتلو لپاره  په قصدي ډول تر سره کوي .

هغوی قطعا په دې فکرکې نه دي چې د دوي له لوري په پیل کړې جګړې کې څومره د دوي حمایتي افغان ځواکونه وژل کیږي.

افغان داخلي ځواکونه چې یواځې د مادي اجرت په مقابل کې د امریکا نیابتي جګړه  پرمخ وړي تر خپل مادي اجرت تر لاسه کولو وړاندې یا د طالبانو د مرمیو او یا هم خپله د امریکايي بمونو هدف ګرځي.

طالبانو د اسلامي همدر دي او د افغاني احساس له مخې یادو ځواکونو ته د یرغلګرو له صفه د راوتلو په صورت کې عمومي بښنه اعلان کړه ، چې یقینا دا بښنه د هغوی لپاره د نجات او ژغورنې یو ښه فرصت دی.

کاشکي دولتي ځواکونه له دغه طلايي فرصت نه استفاده وکړي او مخکي تر دې چې په ذلت او رسوايي سره د یرغلګرو په دفاع کې ووژل شي خپل عادي ژوند ته په راګرځیدو سره خپل ژوند او مستقبل وژغوري.

دولتي ځواکونه د کومې انګیزې له مخې د امریکايي یرغلګرو په دفاع کې د خپل ولس او خلګو په خلاف جنګیږي؟

ایا دوی نه ګوري چې هروخت خپله د امریکايي حامیانو لخوا په بمبار کې وژل کیږي؟

ایا دوی نه ویني چې د دوی مالي استحقاقات د دوی د داخلي چارواکو لخوا غلا کیږي؟

ایا دوي نه ګوري چې کوم حکومت چې دوي یې په دفاع کې ځان قربانوي هغه د نړۍ په کچه فاسد او بیواکه نظام دی.

ایا همدا دولتي ځواکونه د سیګار هغه رپوټونه او اعلامیې نه تعقیبوي چې هره ورځ یې د افغان فاسدو چارواکو د فساد، غلا او اختلاس په اړه خپروي؟

ایا دوی نه ویني چې د همدې فاسد حکومت په دفاع کې تر وژل کیدو وروسته یې جسدونه په شپو او ورځو کې همداسې بي اعتناء پاتې وي ؟

دولتي ځواکونه د طالبانو د عمومي بښنې له اعلانه څخه په استفادې سره باید پر خپلو فامیلونو او اولادونو ترحم وکړي.که دولتي ځوکونه واقعا یو سالم تعقل ولري باید د طالبانو د بښنې له فرمان څخه هم د خپل ځان ، هم د خپلو کورنیو د مستبقل په اړه پروخت استفاده وکړي.

ځکه دا کار تر طالبانو وړاندې خپله دوي ته د نجات او ژغورنې یو تر ټولو غوره فرصت او طلايي چانس دی.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز