نظر او تحلیل

اونیزه تبصره: اوربند د سولې سراب په حقیقت بدلولی شي!

تېرو دوه لسیزو را پدیخوا د وسلوالو طالبانو او امریکا+افغان دولت ترمنځ اخ ډب روان دی، او هر لوری د بریالیتوب هڅه کوي.

امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان باندې ګونډې لګولې دي، او د مالي تاوان سربیره په لسګونو زره پوځیانو ته یې مرګ ژوبله هم اوښتې خو بیا هم د جګړې په ډګر کې لاسته راوړنه نلري.

د دې جنګونو دوران کې امریکا او د افغان حکومت وخت ناوخته د سولې ظاهري کوښښونه کړي خو په عملي یې ډګر کې هیڅ ندي کړي.

همدا دی چې تېرو څو کلونو راهیسې سوله په افغاني ټولنه کې ډیره ګرمه موضوع ګڼل کیږي، د جګړې ښکېلو لوریو هم د سولې په تړاو هلې ځلې کړي، خو عملي نتیجه یې تراوسه نه تر سترګو کیده، بلکې سوله د سراب په څېر ښکاریده.

د اختر په مناسبت د ملي یووالي حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ اوربند نه یوازې د اختر خوښي لارنګینه کړه، بلکې ډیر حقائق یې را بربنډ کړل، په ځانګړي ډول د سولې هیلې یې را ژوندۍ کړې.

که څه هم یو شمېر کړۍ خپلې ګټې په جګړه کې ویني، د سولې په لار کې همیش خنډونه ایجادوي، اوربند د دوی هیلې مړاوې او د سولې سراب په حقیقت بدل کړ.

اوربند د امریکا او ملي یووالي حکومت دعوه چې افغانستان کې شل وسلوالې ډلې جګړه کوي هم بربنډه کړه، او دا ثابته شوه چې وسلوال طالبان تر بل هر وخت منظم او متحد دي، د سولې او جګړې په اړه کوټلئ دریځ لري.

اوسنیو حساسو شرائطو ته په کتو سره دا وخت دی چې ولسونه خپل ځواک وکاروي او هغه اړخ مجبوره کړي چې حقیقي سولې ته غاړه نه ږدي.

سرچینه: محصلین