افغانستان

د ملي امنيت سلاکار له پاکستاني چارواکو سره د امنيت او سولې په اړه خبرې کړي

(نړۍ نیوز):

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي تېره ورځ اسلام اباد کې د پاکستان له پوځي او  استخباراتي چارواکو سره د افغانستان په امنيتي مسايلو او د سولې په موضوع خبرې کړي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د دغه سفر پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

له حنيف اتمر سره په دغه سفر کې د ملي امنيت لوی رييس معصوم ستانکزی او کورنيو چارو وزير ویس برمک هم ملگري وو، دغو چارواکو د پاکستان د ملي امنيت سلاکار په گډون له يو شمېر لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره ليدلي.

که څه هم د دواړو له ناستې وروسته گډه اعلاميه نه ده خپره شوې او نه هم د خبرو نور جزيات له رسنيو سره شريک شوي دي.

د خو اسلام اباد چاپ «ډيلي ټايمز» ورځپاڼې د خپلو سرچينو له خولې ليکلي، چې پاکستاني او افغان چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د گډ عمل پلان په عملي کولو او په دې اړه د پوځي او استخباراتي همکاريو په اړتيا او تبادلې خبرې کړي دي.

کابل او اسلام اباد له اوږدو بې باوريو او تورونو وروسته د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره د گډ عمل پلان تړون لاسليک کړی او دواړو لوريو ژمنه کړې، چې د يو بل دښمنانو په اړه به معلومات تبادله کوي او پاکستان به افغان طالبان د سولې خبرو ته چمتو کوي.

دواړو دولتونو ژمنه کړې، چې پر خپله خاوره به د وسله‌والو ډلو فعاليتونو ته اجازه نه ورکوي او ډيورنډ کرښې په اوږدو کې به د وسله‌والو فعاليتونه په گډه څاري.

اسلام اباد ته د افغان چارواکو دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د روان جون په ديارلسمه د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د کونړ په مروره ولسوالۍ کې د امریکايي بې پيلوټې په بريد کې له خپلو څلورو ساتونکو سره ووژل شو، خو افغان حکومت وايي، چې په دې اړه يې امریکا ته استخباراتي معلومات ورکړي وو او ولسمشر غني د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير ناصرالملک او لوی درستيز ډگر جنرال قمر جاويد باجوه ته د ټيليفوني اړيکې له لارې  معلومات ورکړي وو.

سرچينې وايي، چې دواړه لوري د وسله‌والو ډلو د څار لپاره په کابل او اسلام اباد گډ مرکزونه جوړوي او همدارنگه په تورخم او چمن کې يې د گډو استخباراتي معلوماتو لپاره د مرکز جوړولو هوکړه کړې ده.

په تېره يوه مياشت کې دا دوهم ځل دی، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار په نااعلان شوي سفر اسلام اباد ته ځي.

د تېر می په اتمه ويشتمه، چې حنيف اتمر اسلام اباد ته تللی و، هلته يې د جنرال باجوه په گډون له نورو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د روان اوږدمهالي کړکېچ د پای ته رسولو او حل لارې په اړه خبرې کړې وې او دواړو لوريو د «د گډ دښمن د ځپلو لپاره» د گډو هڅو ژمنه کړې ده.

له طالبانو سره د سولې خبرو ته لاره جوړول د افغان حکومت تر ټولو اړينه هڅه ده او کابل په دې باور دی، چې اسلام اباد کولی شي، طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو د کابل دا هيلې تر اوسه نه دي پوره شوي.

اتمر په داسې حال کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې او نورو چارو په اړه خبرې کړي، چې ولسمشر اشرف غني د لومړي ځل لپاره طالبانو سره د بهرنيو ځواکونو د ويستلو مهالوېش په اړه خبرو ته چمتووالی ښوولی او د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ويلي، چې د افغانستان په مشرۍ خبرو کې له طالبانو سره خبرو گډون کولو ته چمتو دي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د وروستي وړانديز په اړه په رسمي توگه څه نه دي ويلي، خو دغې ډلې په خپلو تېرو اعلاميو او څرگندونو کې ټينگار کړی، چې د دوی جگړه د بهرنيو ځواکونو پر ضد ده او لومړی بايد د افغانستان کړکېچ له بهرني اړخ «امریکا» سره خبرې وکړي، خو امريکايي چارواکي وايي، چې دوی د افغانانو په استازولۍ له طالبانو سره خبرې نه شي کولای، خو چمتووالی يې ښوولی، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې گډون کولای شي.