ټوپک مات کړه،قلم درواخله

حسام غزنیوال

کومو ملتونو چې ټوپک مات کړی هغوی دقلم خوندهم نه دی لیدلی.
قلم اوټوپک سره لازم ملزوم دي، که له دواړو نه دیوه وجود وه، بل به ورسره ضرور وي
ځکه په قلم سره ددین بقاء او دانسان دملي ارزښتونو اوعلمي فکري ایماني روحاني اومعنوي قوت بقاء راځي اوپه مټ یې انسان له جهالت غفلت بې لارۍاخلاقي ځوړتیا له ډنډ نه بهر او له تیارو څخه رڼاته تګ کولای شي، دافرصت هغه وخت ترلاسه کېدای شې چې انسان دقلم درلودلو ترڅنګ قیادت او غلبه هم ولري ،اوغلبه قیادت په مادي قوت یعنې ټوپک په استعمال سره لاسته راوړلای شياودخپل موجودیت ساتنه کولای شي.
دمسلمان لپاره ترهرڅه اغېزمنه وسله ایمان ده،که څه هم مسلمان تل ددوښمن مقابله یواځي په ایمان معنوي قوت په وسیله کړې خوترڅنګ یې بیا هم الله تعالی ورته قرآن کې داسي حکم کړی، چې دموجود عصر ،اودخپل وس مطابق اسباب سازوسامان دجنګ لپاره تیارکړه، چې اوس وخت کې دهمدې ټوپک وس لرو
ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به عربو ته ویل(ارموا بنی اسماعیل فان اباکم کان رامیا)عربو! دغشي ویشتلو تمرین وکړئ، ځکه ستاسې نیکه حضرت اسماعیل علیه السلام، غشي ویشتونکی و
(ألا ان القوة الرمی الا ان اقوة الرمي)
یادوساتئ دکوم قوت همیشه ساتلو لپاره چې په قرآن کې تاکید دی هغه غشي ویشتل دي، هغه غشي ویشتل دي.

اسلامي نړۍ له هغه وخته دنزعي اوتنزل په لور پیل کړی، له کوم وخت نه چې دوی دقلم اوتوري (ټوپک) ترمنځ فاصله پیداکړې ،اودتوري یا ټوپک په ایښودلو سره له هغه وخته دقلم هنرهم ترې اخیستل شوی
درسول الله صلی علیه وسلم له دورنه بیا ترخلافت راشده، بنوامیه، عباسیه، اوعثماني خلافتونو پورې مسلمانان چې دزمکې پرمخ دانسانې قیادت واګې په لاس کې وې له قلم اوتوري دواړوله هنربرخمندو، له هغه وروسته چې مسلمانانودواړو ته شاکړه، قیادت برم اوهرڅه یې له لاسه ووتل.
اوس هم که مسلمان امت خپل بایللی برم بېرته ترلاسه کول غواړي، قلم اوټوپک دواړو میدان کې دي ریښتونې مبارزه وکړي، خپلمنځي اختلافات خپل سرۍ بې اطاعتۍحقیر اغراض عیش عشرت تنعم سوچ فکر دې ختم کړي
اوکه دژوندانه محور یې یوازې ماده اومعده وي، اوپرته له دې بل فکر ونلري، اوټول کوششونه یې دخپل ځانګړي ژوندانه داسوده حالۍ پرشاوخوا ګرزي، داسي حالاتوکې دانساني سعادت تصورکول ډېرګران دي.

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

امریکا پر چین بندیزونه لګولي دي

امریکا له روسیې د پوځي الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتل ...