افغان پیلوټان او پیلوټانې په چک کې له ١٥ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول

(خامه پریس):

د افغانستان هوایي قول اردو لسګونه پیلوټان د چک په جمهوریت کې له ۱۵ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، د فارغ شویو پیلوټانو په ډله کې دوه ښځې هم شامل دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا، دغه پیلوټان او پیلوټانې د چک په جموریت کې د ۱۵ میاشتو په موده کې یې د ځمکنیو او هوایي ماموریتونو په برخو کې خپلې زده کړې پای ته رسولي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایی، یادو پیلوټانو همداشان د انگلیسي ژبې هم زده کړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرلو سره ویلي وو چې د افغان هوایي قول اردو ښځینه پیلوټانو د روزنې په ترڅ کې له انتظار زیات پرمختگ کړی دی.
په داسې حال کې چې په سیاسي، مکلي او نظامي برخو کې د ښځو ونډې د زیاتوالی لپاره هلې ځلې دوام لري د افغانستان د دفاع وزارت هڅې کوي چې ښځې په پوځ جذبولو ته وهڅوي.
بلخوا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړي کولو په موخه افغان حکومت او د افغانستان متحد هېوادونه خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.

x

Check Also

حامدکرزي د سیکانو په مندر کې عبادت وکړ

(محصلین): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت ...