پاکستان افغان جګپوړي امنیتي پلاوي ته د خپلو وسله والو مخالفانو یو نوی لېست سپارلی

(ټرایبل نیوز):
پاکستان افغان جګپوړي امنیتي پلاوي ته د خپلو وسله والو مخالفانو یو نوی لېست سپارلی. پاکستاني چارواکو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ افغان پلاوي ته، چې په دې وروستیو کې اسلام اباد ته تللی و، یو نوی لېست سپارلی، چې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار د یو شمېر ډلو د مشرانو نومونه پکې شامل دي. یوې باوري سرچینې کابل نیوز ته ویلي، پاکستان له افغان حکومت دا هم غوښتي، چې د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې پر ډیورنډ کرښه غځېدونکی اغزن تار تایید کړي، خو په دې تړاو د افغان پلاوي د غبرګون په اړه جزييات نشته.
افغان پلاوي په کونړ کې د ټي ټي پي د مشر مولانا فضل الله له وژلو کېدو وروسته په دويم ځلي سفر کې هیله درلوده، چې پاکستان د سولې په خبرو اترو او د اوربند په غځولو کې خپلې ژمنې تازه کړي، خو ویل کیږي پاکستاني چارواکو له افغان حکومت د یوه نوي لېست له مخې، د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ډلو د نورو مشرانو د نیولو او یا هم وژلو غوښتنه کړې ده. پاکستاني چارواکي په دې باور دي، چې د ټي ټي پي رهبر مولانا فضل الله او د هغه مخکینی مرستیال خالد سجنا دواړه د پاکستان او امریکا د خپلمنځي توافق او همغږۍ پر اساس، وژل شوي او افغان حکومت پکې ونډه او رول نه درلود.

x

Check Also

پاکستان کې د ټولټاکنو د شفافیت په اړه یو لړ پوښتنې رامنځته شوي

(ټرایبل نیوز): د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي د حکومت سره په ...