لوګر ولایت کې د ځوانانو پر یوه ډله مرګونې چاودنه شوې

(خامه پریس):

د افغانستان په مرکز لوګر ولایت کې د ملکي وګړو په منځ کې مرګونې چاودنه شوې ده.
په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، پیښه د چرخ ولسوالی اړوند په اسماعیل خېلو کلي کې رامنځته شوې ده.
د تندر قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر ځوانانو د سولې بهیر په ملاتړ په سیمه کې راغوڼد شوي وو چې د هغوي په منځ کې چاودنه رامنځته شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د تندر قول اردو په وینا، په وژل شویو کې ښخه او یوه ماشوم هم شامل دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لوګر د افغانستان په مرکز کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د لوکر  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...