افغانستان

جنرال رازق: تېرو څو میاشتو کې مې له گڼو طالب مشرانو سره کتلي‌

(نړۍ نیوز):

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وايي،‌ له گڼو طالب مشرانو سره یې د سولې په اړه ناستې او مخامخ لیدنې کړې او د ده په نظر طالب مشران تر ډېره سولې ته لیواله دي.

نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د سولې په خبرو کې یوه لویه ستونزه د حکومت له لوري د هغه ژمنو نه پلي کېدل دي،‌ چې له سولې سره د یو ځای شویو مخالفینو سره یې کړې دي.

جنرال رازق وايي،‌ د طالبانو کوټې شورا له گڼو غړو سره یې په هېواد کې د ننه یا بهر لیدلي او د لیدنو پر مهال د امریکا، ځینو اروپايي‌ او عربي‌ هېوادونو استازي هم شامل وو.

د هغه په خبره د سولې لپاره یې پر داسې میکانیزم کار کړی،‌ چې لوړ پوړو‌ طالب مشرانو ته د افغان حکومت په کابینه،‌ ملي شورا او نورو لوړو دولتي‌ بنستونو کې ځای ورکړل شي.

د هغه په خبره تر لیدنو وروسته دې پایلې ته رسیدلی،‌ چې د کوټې شورا تر نمیايي‌ زیات غړي‌ له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتو دي.

د جنرال رازق له دې خبرو د سولې د پاشلو هڅو یو بل څرک ښکاري او گومان دا دی چې حکومت له یوه ادرسه د سولې خبرې نه شي رهبري کولی.

د هغه په څرگندونو سره دا گنگوسه هم پياوړې کیږي،‌ چې ښایي‌ په راتلونکي‌ حکومت کې ځېنې لوړ پوړي‌ طالبان شامل کړل شي.