طالبان: ملایعقوب ته منسوب ليک جعلي او د استخباراتو کار دی

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۷) له پرون راهيسې په خواله رسنیو، فسبوک، ټويټر او ټلګرام کې د طالبانو د مشر د مرستيال ملايعقوب ته منسوب يو لیک خپرېږي چې د طالبانو له لوري نوموړی لیک جعلي او د استخباراتي کړیو کار بلل شوی دی.

په جعلي ليک کې دعوه شوې چې طالبان له روسيې سره اړيکې ساتي او له هغوی يې وسلې اخيستي زیاتوي چې د طالبانو مرستيال (ملایعقوب) د طالبانو د مشرانو په دغه ډول کړنو نا خوښی دی او باید له هغوی سره اړيکې پريکړي.

خو د طالب وياند قاري يوسف احمدي له لوري کابل ټکی کام د خبرپاڼې له لارې په رالېږلي غبرګون کې ملايعقوب ته منسوب ليک جعلي بللی او زياتوي چې : په جګړیز ډګر کې د دښمن د پرلپسې ناکامیو په نتیجه کې اوس د هغوی استخباراتي حلقات هڅه کوي د داسې جعلي لیکنو په خپرولو سره د هیوادوالو ترمنځ تشویش ایجاد کړي او په کاذب ډول د اسلامي امارت د مشرانو په تړاوو پروپاګند خپور کړي.

احمدي ويلي، د اسلامي امارت مشران ټول له يوبل سره نږدې اړيکي لري او د هر ډول ستونزو پر وخت مشورې کوي په خبره يې ” ددا ډول جعلي لیکونو او شب نامو دخپرولو له لارې دښمن څه لاس ته نشي راوړلای.”

طالبانو ويلي، اولس ته وایو چي اوس هم په داسې جعلي لیکونو باور مه کوئ او هيڅ ډول اهمیت مه ورکوئ.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د مشر ملاهيبة الله مرستیال په نوم يو جعلي ليک خپرېږي بلکې تر دې مخکې هم د نوموړي په نوم او د طالبانو د نورو لوړپوړو مشرانو په نوم ليکونه خپاره شوي چې د طالبانو د رسمي ادرسونو او وياندويانو له لوري رد شوي او دا يې د “امريکا او سيمه ييزو استخباراتو” ناکامې هڅې بللي دي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...