د جنرال رازق او طالب مشرانو لیدنې؛ د کوټې شورا تر نیمايي ډېر غړي سولې ته لیوالتیا لري

(سپوږمۍ راډیو):

د جنرال رازق او طالب مشرانو لیدنې؛ د کوټې شورا تر نیمايي ډېر غړي سولې ته لیوالتیا لري

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په تېرو دوو میاشتو کې يې له طالب مشرانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه څلور ځلې ليدلي دي. هغه وايي، دغه ليدنې یې له هېواده بهر چې د سعودي عربستان، امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو استازي هم پکې شامل وو، تر سره کړې دي. جنرال رازق وايي، په وروستي ځل لیدنه کې دې پایلې ته رسېدلي چې د کوټې شورا نیمايي غړو د سولې مذاکراتو ته زړه ښه کړی دی. جنرال رازق همدا راز پر حکومت هم نیوکه کوي، چې له پخلا شوو طالبانو سره یې خپلې ژمنې تر دې دمه نه دي عملي کړې. هغه وايي تېر کال ځينې طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شول، خو حکومت ورسره خپلې ژمنې عملي نه کړې. هغه همدا راز ویلي، چې له نړیوالو سره یې دا ځل پر یوه میکانیزم کار کړی دی او له مخې به یې لوړپوړو طالب مشرانو ته چې له جګړو لاس اخلي په حکومتي ادارو کې دندې ورکول کېږي. طالبانو تر دې مهاله د جنرال رازق پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

 

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...